کسبګر او مجربه راستانه شوي کډوال وايي په خپل وطن کې د کاروبار د پیل هڅې کوي

ټوکر پلورونکی - عکس پخوانی دی

په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزو او دغه شان د کاري فرصتونو او اسانتیاوو له کمښت سره سره، یو شمېر راستانه شوي کډوال وايي، د هغو مهارتونو، سوداګریزو تجربو، کاري مخینو او زده کړو پر مټ چې د کډوالۍ پر مهال یې ترلاسه کړې، هڅه کوي خپل هیواد کې نوی ژوند پیل کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی محمد خاطر تازه له پاکستانه خپل هیواد ته ستون شوی دی.

له دې وړاندې مې له چین او جاپان څخه پاکستان ته ټوکر واردولو,، خو له دې وروسته به، که خدای کول، د افغانستان او چین او دغه شان د افغانستان او جاپان ترمنځ د ټوکر کاروبار پیل کړم
محمد خاطر: تازه راستون شوی کډوال

دی هم د یو شمیر نورو افغانانو په شان له یوې سوداګریزې تجربې سره ورغلی او په خبره یې غواړي د خپل هیواد کې د سیمه‌ییز پرمختګ په برخه کې ونډه واخلي.

محمد خاطر ازادي راډیو ته وویل:

«موږ د پېښور په صدر بازار کې د ټوکر پلورلو کاروبار درلود. اوس چې بېرته وطن ته راستون شوی یم، غواړم همدې کاروبار دلته هم دوام ورکړم. ستونزه یوازې دا ده چې دوکان نه پیدا کېږي. هڅه کوم یو دوکان پیدا کړم او دغه کاروبار بیا پیل کړم. مخکې مې له چین او جاپان څخه پاکستان ته ټوکر واردوو، او له دې وروسته به، ان‌شاءالله، د افغانستان، چین او جاپان ترمنځ د ټوکر سوداګري پیل کړم.»

دی د طالبانو له حکومت غواړي چې افغانستان ته د کډوالود سوداګریو او کارونو د انتقال او بېرته راستنو شویو سره د مالیاتو په برخه کې، همکاري وکړي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د پاکستان په ګډون له بېلابیلو هیوادونو د کډوالو د تدریجي ستنېدو شاهد دی.

په دوی کې ډېری ستنېدونکي د زده کړو او مسلکي مهارتونو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي، خو یو شمیر یې لکه محمد خاطر، د هغو مهارتونو او کاري تجربو له امله چې د کډوالۍ پر مهال یې تر لاسه کړي دي، غواړي خپل ژوند بیا جوړ او ټولنې ته هم یو خدمت ترسره کړي.

خدای نور، د ننګرهار ولایت بل اوسېدونکی دی، دی هم تازه له پاکستانه خپل هیواد ته ستون شوی دی.

نوموړی ازادي راډیو ته وویل:

ما په پاکستان کې بورډ بازار کې د ښځینه ټوکرونو پر مخ د مریو د ډیزاینونو د چاپ ماشینونه لرل، خو د راستنېدو پر مهال مې ټول وپلورل، ځکه انتقال ډېر ستونزمن و او نه مو شوای کولای چې دلته ترې د خپلو هېوادوالو په ګټه استفاده وکړو. اوس چې جلال‌اباد ته راغلی یم، هماغه کاروبار مې دلته پیل کړی دی. تر اوسه د خدای فضل دی، کار مو ډېر ښه روان دی او ترې خوښ یو.
خدای نور د ننګرهار یو اوسیدونکی

تر دې مخکې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ځني راستنو شویو کډوالو چې د کوچنیو سوداګریو او کارونو د مدیریت سابقه لري، ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې خپل کارونه پیل کړی دي.

په دې کې کارونو کې د خیاطۍ کارخونې، د موبایل د ترمیم مرکزونه، کرنیز فعالیتونه او نور شامل دي چې یو شمیر نورو وزګارو کسانو ته هم په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

دوی وایي، که مناسب ملاتړ یې وشي، افغان راستنېدونکي کولای شي د سیمه‌ییز اقتصاد په بیا رغونه او د هېواد په کچه د ټولنو په پیاوړتیا کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان، که څه هم د دغو کارونو او سوداګریو انتقال تاییدوي، خو وایي د افغان کډوالو ډېرې لویې فابریکې او سوداګرۍ لا هم په پاکستان کې پاتې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان جان الکوزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«هغه سوداګر او صنعتکاران چې په پاکستان کې یې کوچنۍ او سپکې فابریکې لرلې، لکه څنګه چې په پنجاب کې دود دی چې خلک په خپلو کورونو کې کوچنۍ فابریکې جوړوي، دغو کسانو خپلې فابریکې افغانستان ته انتقال کړې دي او اوس هم د پخوا په څېر په خپلو کورونو کې کار کوي.»

خو نوموړی ټینګار کوي چې د ماهرو افغان کډوالو راستنېدل محدود دي او پراخې اقتصادي ستونزې، لکه لوړه بې‌کاري، د پانګونې کمښت او د کوچنیو کاروبارونو لپاره د لازم ملاتړ نشتوالی، د راستنو شویو کډوالو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم مخکې اندېښنه څرګنده کړې چې ډېری افغان راستنېدونکي لازم مهارتونه او مسلکي زده کړې نه لري او معمولاً د کار بازار ته د بېرته ورګډېدو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي. په داسې حال کې چې لوستي او ماهر کسان تر ډېره کولای شي د ځان او نورو د ملاتړ لارې ومومي.