جي ډي ونس: که ډیپلوماسي ناکامه شي، سپینه ماڼۍ چمتو ده د ایران پر وړاندې له ځواک کار واخلي

د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس یوځل بیا دې ټکي ته اشاره کړې چې که له ایران سره ډیپلوماسي ناکامه شي، سپینه ماڼۍ چمتو ده د دې هیواد پر وړاندې له ځواک کار واخلي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د جي ډي ونس دغه څرګندونې چې د سې شنبې په ورځ یې له یوې امریکایۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړي، د هغه تفاهم لیک د تطبیق په اړه اندیښنې راپورته کوي چې جګړه یې درولې خو اساسي اختلافونه یې نه دي حل کړي.

جي ډي ونس وویل، یا به یو اوږدمهاله تړون رامنځته کیږي چې په ترڅ کې یې به دایمي او د تایید وړ اټومي څارنې ترسره کیږي، او یا به بیا پوځي اقدام ته مخه کېږي څو هغه لاسته راوړنې خوندي شي چې واشنګټن تراوسه ترلاسه کړي دي. د جي ډي ونس په خبره ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي ډیپلوماسي مخ ته لاړه شي خو یوازې په هغه صورت کې چې تهران پر خپل اټومي پروګرام د تطبیق وړ محدودیتونه ومني.

د امریکا مرستیال ولسمشر همدارنګه وویل چې د ایران عامه پیغامونه متضاد دي، له یوې خوا تهران د سولې له خبرو انکار کوي، خو له بلې خوا مني چې تخنیکي خبرې روانې دي. فرانسپرس آژانس د یوه ډیپلوماټ له قوله چې له خبرو خبردی، ویلي چې ټاکل شوې امریکایي او ایراني چارواکي د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د قطري او پاکستاني منځګړو په مرسته غیرمستقیمو تخنیکي خبرو ته کښیني.