د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې د خپلو اوږدمهالو اختلافاتو د حل لپاره له ډیپلوماسۍ کار واخلي.
د رویترز د راپورله مخې په هغه اعلامیه کې چې د سې په ورځ د دې وزارت په ویبپاڼه کې خپره شوې، پر سرحدي سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو "غمجنې پېښې" ته اشاره شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د یکشنبې په شپه ترسره شول، لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي. خو د طالبانو حکومت د وژل شویو ولسي وګړو شمیر۳۶ ښودلي. پاکستان بیا ویلي چې د ډیورند کرښې ته څیرمه د پوځ په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي. د افغانستان په درې ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او کونړکې یې د ۲۵ وسله والو د وژلو او له کرښې خپلې غاړې ته د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د څلورو وسله والو د وژلو خبرورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "روسیه له اسلام آباد او کابل څخه غوښتنه کوي چې وسله والې شخړې پای ته ورسوي او لانجمن مسائل له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي."
پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې هغو وسله والو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې پرپاکستان بریدونه تنظیموي خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې سختدریځي د پاکستان داخلي ستونزه ده.