ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانکړی استازی عصمت الله ایرګاشف ، ارشیف

ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره د دوه ‌اړخیزو همکاریو او سیمه ‌ییزو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف او په ازبکستان کې د قطر د سفیر حسن حمزه هاشم تر مینځ غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د همکاریو پر پراخولو، او همدارنګه پر هغو فرهنګي او بشري نوښتونو خبرې شوي چې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اوږدمهاله پرمختګ کې مرسته کولای شي.

ازبکستان او قطر افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دغو دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د زیربنايي پروژو، سوداګرۍ او بشري مرستو له لارې له افغانستان سره د فعال تعامل سیاست تعقیب کړی دی.