د پاکستان د الیکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې د جیو نیوز د خپرونو جواز د ۱۵ ورځو لپاره ځنډولی دی.
د یاد بنسټ د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د محرم میاشتې د یوې ځانګړې خپرونې له خپرېدو وروسته شوې ده. دغه اداره وايي چې ، په دې خپرونه کې داسې مذهبي تمثیلي صحنې او محتوا خپره شوې وه چې «د لیدونکو دیني احساسات زیانمنولای شي.»
د دغې پرېکړې په غبرګون کې، جیو نیوز په خپله اعلامیه کې د اېډېټ په بهیر کې تېروتنه منلې، له خپلو لیدونکو یې بښنه غوښتې او ټینګار یې کړی چې خپاره شوي انځورونه د دې شبکې د تحریري پالیسۍ او یا هم د مسلمانانو د دیني عقایدو او حساسیتونو د درناوي له تګلارې سره سمون نه لري.
د پاکستان د مطبوعاتو ادارې او جیو نیوز دواړو د خپرو شویو صحنو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.