د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له متحده ایالاتو سره نهايي هوکړې د رسیدو لپاره د خبرو دوام به هغه وخت ممکن وي چې واشنګټن د وروستي تفاهم لیک مواد عملي کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د سېشنبې په ورځ (د سرطان ۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به روان بهیر وارزول شي او د همدې ارزونې پر بنسټ به پرېکړه وشي چې د نهايي تړون لپاره خبرې په کومه بڼه او څه وخت پیل شي.
بقایي همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهملیک د لومړۍ مادې په اړه وویل چې د تهران لپاره «اصلي معیار» دا دی چې واشنګټن اسرائیل دې ته اړ کړي چې پر لبنان خپل بریدونه ودروي.
هغه چې د ایران د مرکچي پلاوي ویاند هم دی، د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې پر لبنان د اسرائیل بریدونه باید ودرول شي.
اسرائیل او دتهران له ملاتړه برخمن حزبالله دامریکا او ایران ترمینځ د تفاهم لیک له امضاء وروسته اوربند اعلان کړی دی خو د اسرائیل ځواکونه د لبنان په جنوب کې دي او کله ناکله ددوی ترمینځ نښتې هم کیږي.
امریکا د لبنان حزب الله یو ترهګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیه ددغې ډلې یواځې پوځې څانګه ترهکره ګڼي. حزب الله د لبنان په پارلمان کې غړي لري.