ګوتیریش: د پاکستان په بریدونو کې د ملکیانو پر وژل کیدو اندېښمن یم

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې بریدونو ته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، یونیسف او د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون دوشنبې په یوې خبري غونډه کې وویل:"ګوتیریش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه جدي اندېښنه لري".

دوجاریک وړاندې د ګوتیریش په حواله وویل،" جګړه دې سملاسي ودرول شي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب دې تضمین شي او دواړه خواوې دې د اختلافاتو د حل لپاره له ډپیلوماسۍ کار واخلي".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یونیسیف پر خپلې ایکس پاڼې په یوه پیغام کې د پاکستان په بریدونو کې د ماشومانو په وژل کیدو اندېښنه ښودلی ده.

یونیسیف ویلي،" ماشومان باید هدف ونه ګرځي، باید ساتنه یې وشي".

بل پلو، د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته د یو بیان په خپرولو سره ویلي،"د پاکستان لخوا د تیري دا ښکاره عمل د افغانستان پر حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی."

پاکستان وړمه شپه د پکتیا پر څمکنۍ، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ ولایت پر مرورې ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل چې د ملګرو ملتونو د لومړنیو موندنو له مخې لږ تر لږه ۲۸ملکیان په کې وژل شوي او ۴۹نور ټپیان دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې وړاندې راغلي،" د پاکستان دغه بریدونه د بې‌باکه چلند دوامداره بڼه ښيي او له پولو بهر د تاوتریخوالي د ناهیله کوونکو اقداماتو له لارې، د خپلو ناکامیو د پټولو هڅه ده".

د طالبانو حکومت په دغو بریدونو کې د ۳۸ملکیانو د وژل کیدو او ۱۶۳ نورو د ټپي کیدو راپور ورکړی، خو پاکستاني لوری ادعا لري چې ۲۵وسله وال يې وژلي دي.