فریبا یوه ۴۳ کلنه افغان مېرمن له ۲۱ کلونو راهیسې په کابل کې د خپلو درې معلولو اولادونو پالنه کوي.
ځان ته وخت نه لرم، له سهاره تر شپې باید د دې درې ناروغانو پالنه وکړم. پوښتنه مې وکړه، خو دلته داسې کوم مرکز نشته چې هلته یې ورولمد دریو معلولو ماشومانو مور - فریبا
پنځه اولادونه لري، دوه لوڼې یې روغې دي، خو درې نور اولادونه یې، ۲۵ کلنه نیلوفر، ۲۱ کلن مصطفی او ۱۴ کلنه ستایش معلول دي چې د ډاکټرانو په خبره منشأ یې جنیټیکي ده او بشپړه درملنه نه لري.
یو معلول افغان تنکی ځوان
فریبا وايي د زېږون پر وخت درې واړه روغ وو، ورسته ورته دا ستونزه پیدا شوه:
«تر څلور کلنۍ پورې هېڅ ستونزه نه وه بالکل روغ، جوړ وو د عادي ماشومانو په شان، خو وروسته یې ورو، ورو عضلات وچېدل، بیا تر دیارلس کلنۍ پورې په ځای پاتې شول.»
له خوړو ورکولو نیولې تر حمام، روغتیايي او شخصي چارو ته یې رسېدل دا چارې ټولې فریبا ترسره کوي.
نن مې د غرمې لپاره ورته اش پاخه کړي وو، پخپله ډوډۍ نشي خوړلی، اوبه او چای هم خپله نشي څښلی، غاښونه هم نشي برس کولی، لاسونه یې رېږدي. هره ورځ زه ورته خواړه ورکوم، غاښونه یې هم برس کوم او ټول کارونه یې کوم. هګۍ ډېرې خوښوي خو اقتصادي توان نه لرم چې هر سهار یې ورکړم، نو لېټي ورته کومد دریو معلولو ماشومانو مور - فریبا
نوموړې ازادي رادیو ته وویل چې په دې اولادونه یې کله ناکله عصبي حملې هم راځي او دوی اړ دي چې په کرايي موټر یا د ګاونډیانو په مرسته یې روغتون ته ورسوي:
"موټر نه لرو، یا کرايي موټر کې یا هم د ګاونډیانو په موټر کې یې خصوصي روغتون ته بیایو. تر شاوخوا څلورو ساعتونو پورې یې حمله دوام کوي، بیا اکسیجن او پېچکاري ورکوي تر څو بېرته په هوښ راشي، نو بیا یې کور ته راولو."
کلونه، کلونه د درې ځوانو اولادونو پورته کول او لېږدول د فریبا پر روغتیا هم اغېز کړی، نوموړې وايي له جسمي او عصبي دردونو کړېږي او هره میاشت ډاکټر ته ځي:
"هره میاشت مې د چپ لاس په بند او ښي څنګل کې راته پېچکاري کوي، هډوکي مې دوی ته د حرکت ورکولو، حمام ورکولو او ورته د نورو کارونو په خاطر د دوی د وزن له امله راوتلي دي، همدارنګه د تشویش او زړه خوراک له امله هره میاشت د اعصابو ډاکټر ته ځم."
یوه معلوله افغانه نجلۍ
دا زیاتوي، فزیکي دردونه یې دومره نه ځوروي لکه، خپل د اولادونو همزولي چې ګوري ښوونځي، پوهنتون یا کار ته ځي:
کله چې هغوی وینم ډېره راته سخته تمامېږي. همزولي یې چې ښوونځي او کورسونو ته ځي، سترګې مې له اوښکې ډکې شي. تر ټولو سخت وخت راته د اختر یا د واده د کوم محفل رارسېدل وي.د دریو معلولو ماشومانو مور - فریبا
د فریبا مېړه له سهار، د شپې تر ناوخته کار کوي څو د کور کرايه او د کورنۍ لګښتونه برابر کړي، د دې په خبره دوی شاوخوا اووه زره افغانۍ کرایه ورکوي او د خاوند تنخوا یې د ژوند د لګښتونو لکه درملو او ورځنیو اړتیاوو لپاره کافي نه ده.
«زه باید تل په کور کې پاتې شم او د اولادونو خیال وساتم چې زخم بستر نه شي. پلار یې اجیر دی، سهار ځي او ناوخته بېرته راځي. تر اوسه مې له هیڅ یوې موسسې هم کومه مرسته نه ده تر لاسه کړې.»
دا وايي له شاوخوا درې کلونو راهیسې د هر اولاد لپاره د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت څخه د میاشتې شاوخوا دوه زره افغانۍ مرسته ترلاسه کوي، خو په خبره یې دا مرستې منظمې نه دي او د ژوند د لګښتونو لپاره یې بسنه نه کوي.
د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ویلي، د معلولو کسانو لپاره د نغدي مرستو بهیر روان دی او دوی ته د خدمتونو وړاندې کولو او ملاتړ په برخه کې یې ځني پروګرامونه هم پلي کړي دي.
په همدې حال کې د معلولینو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو، مالي ملاتړ او مناسبو امکاناتو نه شتون د ډېری معلولینو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
له دې ډلې راضیې میرزایی، ازادي رادیو ته وویل:
«ډېری معلول کسان ان له هغو لږو مرستو چې شته هم بېبرخې دي. د ځانګړو روغتونونو، بېړنیو څانګو، امبولانسونو، متخصصو ډاکټرانو او ملاتړ مرکزونو نه شتون، او همدارنګه د مالي او ټولنیزو مرستو کمښت، لامل شوي چې معلولین په افغانستان کې په ډېر سخت او ناوړه حالت کې ژوند وکړي.»
خو له دې سخت او ناوړه حالت نه د وتلو لپاره، فریبا څه هیلې لري؟
دا وايي:
«غواړم یوه حویلی ولرم، که ګروي هم وي، چې د کور د کرایې پیسې مې اولادونو باندې ولګوم. بل دا چې معلولو کسانو لپاره د تفریح یو ځای وي چې دوی له کوره وباسم او بهر ځای وګوري. چې د کوڅې تر دروازې پورې یې په ویلچیر کې وباسم ډېر خوشحالېږي، خو یوه ترخه خاطره هم لرم چې یوه ورځ نجونې له ښوونځي رخصت شوې وې زما زوی یې په تېږو ویشته او ویل یې، دی لېونی دی.»