پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې بریدونو ته د غبرګونونو په دوام د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی.
دغه وزارت پرون دوشنبې د یو بیان په خپرولو سره ویلي،"د پاکستان لخوا د تیري دا ښکاره عمل د افغانستان پر حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی."
پاکستان وړمه شپه د پکتیا پر څمکنۍ، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ ولایت پر مرورې ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل چې د ملګرو ملتونو د لومړنیو موندنو له مخې لږ تر لږه ۲۸ملکیان په کې وژل شوي او ۴۹نور ټپیان دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې وړاندې راغلي،" د پاکستان دغه بریدونه د بېباکه چلند دوامداره بڼه ښيي او له پولو بهر د تاوتریخوالي د ناهیله کوونکو اقداماتو له لارې، د خپلو ناکامیو د پټولو هڅه ده".
بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي،"ګوتیریش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندېښمن دی".
د طالبانو حکومت په دغو بریدونو کې د ۳۸ملکیانو د وژل کیدو او ۱۶۳ نورو د ټپي کیدو راپور ورکړی، خو پاکستاني لوری ادعا لري چې ۲۵وسله وال يې وژلي دي.