وینزویلا کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه

په کاراکاس کې د وروستیو زلزلو د ویجاړي یو انځور

په داسې حال کې چې وینزویلا کې د ژغورنې ډلو د څلورمې ورځې لپاره د تېرې اوونۍ د زورورو زلزلو په زیانمنو شویو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ، د امریکا د ځمکپوهنې ادارې (USGS) وویل چې د پلازمینې کاراکاس په شمال کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وینزویلا د ملي شورا مشر، خورخه رودریګز، په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې تر اوسه د دې نوې زلزلې له امله د کوم زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.

د تېرې چهارشنبې د دوه زلزلو د مړو شمیر ۱۵۰۰ کسانو ته رسیدلی او سلګونه ودانۍ نړېدلې دي.

نړیوالې ټولنې د وینزویلا لپاره پراخې مرستې پیل کړي دي.

د وینزویلا د چارواکو په وینا، تر اوسه ۲۴ هېوادونو څه دپاسه ۵۰۰ ټنه مرستندوی مواد ، ۲۷۰۰ د ژغورنې او ملاتړ ځواکونه، او شاوخوا ۸۶ د لټون او ژغورنې سپي دغه هېواد ته استولي دي.

کورنیو او نړیوالو ژغورونکو ډلو د شپې له خوا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړترڅو مړي او ټپیان له خاورو را وباسي.