د لبنان پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د پوځ قوماندان او سیمه کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د هغه درې اړخیز تړون د عملي کېدو په اړه خبرې کړي دي چې تېره اوونۍ د امریکا، لبنان او اسرائیل ترمنځ لاسلیک شو.
د لبنان د پوځ اعلامیه وايي، د پوځ قوماندان رودولف هیکل د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د قوماندان امیرالبحر براد کوپر سره د لبنان او سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسرائیل د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته پر لبنان خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.
د اسرائیلو پوځ هم ویلي چې د حزبالله غړي یې خپلې امنیتي سیمې ته نږدې په نښه کړي دي؛ هغه سیمه چې د لبنان خاوره کې دننه شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده.
د جمعې په ورځ، لبنان او اسرائیل د امریکا په ملاتړ یو درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د جګړو پای ته رسول دي.
لبنان ژمنه کړې چې د غیر دولتي وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو او د هغوی د اړوندو جوړښتونو د له منځه وړلو له لارې به پر خپلې ټولې خاورې خپل حاکمیت بېرته ټینګ کړي، هغه اقدام چې د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره به زمینه برابره کړي.
اسرائیل او امریکا حزبالله یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې. د حزبالله استازي د لبنان په پارلمان کې هم حضور لري.