د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ څخه تر اپرېل پورې یې د خپلو شریکانو په همکارۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۵.۹ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې رسولې دي.
اوچا د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ترلاسه شوې بودجې په پرتله دا د مرستو د پوښښ د پام وړ کچه ده، او د دغو کسانو ۵۹ سلنه خلکو ته خوراکي مرستې رسېدلې دي.
اوچا زیاتوي چې دا شمېرې ښيي چې د خوړو سخته ناامنۍ لا هم پراخه ده، او خلک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کال په اوږدو کې پرله پسې او په بېلابېلو برخو کې تکمیلي مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د غبرګولي په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي، او نږدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان به د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ وي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ دهغو هیوادونو په کتار کې دی چې له سختو بشري او خوراکي ناورینونو سره مخ دي.
د څلورو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، وچکالۍ او طبیعي پېښو د خلکو د ژوند وضعیت خراب کړی دی.