ملګرو ملتونو تایید کړه چې په افغانستان د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه ولسي خلک وژل شوي

د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې د پاکستان بریدونو کې په نښه شوی یو کور

یوناما او د ناروې د کډوالو شورا تایید کړه چې پر افغانستان د پاکستان د وړمې شپې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. عیني شاهدان وايی خلک په خوب ویده وو چې برید وشو. د طالبانو حکومت وايي برید به بې ځوابه پاته نشي. خو پاکستان ادعا کوي چې وسله وال وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) تایید کړه چې پر افغانستان د پاکستان د وړمې شپې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه وايي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یوناما وايي دغه ارقام ابتدايي دي او کیدای شي زیات ځکه شي چې ټپیان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

یوناما زیاتوي چې دغه بریدونه د دوشنبې په شپه د پکتیا پر څمکنۍ، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ پر مرورې ولسوالۍ شوې دي چې زیاته مرګ ژوبله یې څمکنیو ولسوالۍ کې پیښه کړې.

د څمکنیو یو اوسیدونکي مټا خان رویترز خبري اژانس ته وویل چې پاکستاني الوتکو په داسې حال کې برید وکړ چې خلک ویده وو.

ټول خلک خوبیولي وو، مقصد دا طیارې راغلې په دغه کوریې حمل شروع کړه
مټا خان


" ټول خلک خوبیولي وو، مقصد دا طیارې راغلې په دغه کوریې حمل شروع کړه، په دا کې ماشومان ښځې ، زنانه ، سپین ږیري ټول خوبیولي وو. "

د ساون ګل په نامه د څمکنیو یوبل اوسیدونکی وايي دپاکستان دا ډول بریدونه څه نوي نه دي.

دا پنځوس کاله په مونږ اخته دي، خوست کې دې ولیدل چې بمبار یې وکړ وايي مونږ ترهه ګر مړه کړل ، ټول یې بیګناه خلک ،ماشومان ، سپین ږیري ، زنانه یې مړه کړل،
ساون ګل


" دا پنځوس کاله په مونږ اخته دي، خوست کې دې ولیدل چې بمبار یې وکړ وايي مونږ ترهه ګر مړه کړل ، ټول یې بیګناه خلک ،ماشومان ، سپین ږیري ، زنانه یې مړه کړل، کنړ کې تاسو خپله ولیدل چې ټول یې زنانه ، سپین ږیري ماشومان یې مړه کړل اود مکتب محصلین یې مړه کړل ، د مونږ دکریکټ ځوانان یې مړه کړل نو پاکستان خو نن ورځ نه ده چې په مونږ ظلم او زیاتی کوي."

دا څویم ځل دی چې پر افغانستان د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي او یوناما یې مستندوي.

د طالبانو حکومت دغو بریدونو کې د ۳۶ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۶۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې. خو اسلام اباد ادعا کوي چې ۲۵ وسله وال یې وژلي دي.

بلخوا د ناروې د کډوالو شورا هم د پاکستان په بریدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله د اندیښنې وړ بولي او وايي چې ولسي خلک او ملکي تاسیسات هیڅکله باید په نښه نه شي.

د شورا مشر یان ایګلاند په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۳۸ ولسي کسان وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپيان دي.

نوموړي له پاکستاني او افغان پوځي چارواکو غوښتي چې نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او په خپل مینځ کې لانجه د خبرو له لارې حل کړي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد ټلویزیون ته ویلي چې د پاکستان د پخوانیو بریدونو بدل اخیستل شوی او دا برید به هم بې ځوابه پاتې نه شي، خو دوی د جګړې غوښتونکي نه دي.

که د هوا له لارې نه وي په ځمکه انتقام اخیستلی سو، بدیلې لارې ورته لرو
ذبیح الله مجاهد


" د افغانستان خلک د خپلې خاورې څخه ددفاع په برخه کې ډیر پیاوړي دي او ان شاء الله داکار کولی سي که د هوا له لارې نه وي په ځمکه انتقام اخیستلی سو، بدیلې لارې ورته لرو. "

د افغانستان په پکتیا ، پکتیکا او کونړ ولایتونو دغه نوي خونړي بریدونه یوه ورځ وروسته لدې وشول چې په کراچۍ کې د رینجرځواکونو پریوه مرکز برید کې چې مسئولیت یې له تحریک طالبان پاکستان څخه بیلې شوې جماعت الاحرار ډلې اخیستی، درې سرتیري ووژل شول.

اسلام اباد تور لګوي چې کابل هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې پاکستان کې بریدونه کوي خو افغانستان کې دطالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله والو فعالیت دپاکستان کورنۍ مسئله ده.ملګرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې پاکستان تراوسه داسې کره شواهد نه دي وړاندې کړې چې ثابته کړې چې پاکستان کې بریدونه دافغان طالبانو په لارښوونه کیږي.