یوناما: د پاکستان د تیرې شپې په بریدونو کې ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) تایید کړه چې پر افغانستان د پاکستان د تیرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.

یوناما شیبه وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دوی ویلي چې دغه بریدونه د دوشنبې په شپه د پکتیا پر څمکنۍ، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ پر مرورې ولسوالۍ شوې دي چې په زیاته مرګ ژوبله یې څمکنیو ولسوالۍ کې پیښه کړې. د دوی په وینا د پېښې څیړنه لا هم دوام لري.

دا څویم ځل دی چې پر افغانستان د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي او یوناما یې مستندوي.

د طالبانو حکومت دغو بریدونو کې د ۳۶ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۶۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې وه.

پاکستاني لوری بیا ادعا کوي چې ۲۵ وسله وال یې وژلي دي.