د طالبانو حکومت: د پاکستان په هوایی بریدونو کې ۳۶ ولسي وګړي وژل شوي؛پاکستان د ۲۹ وسله والو د وژل کېدو خبره کوي

د طالبانو حکومت وایي د افغانستان په ختیځو درې ولایتونو کې د پاکستان د تیرې شپې هوایي بریدونو ولسي مرګ ژوبله رامنځته کړې. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې دغو بریدونو کې (۳۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور) ټپیان شوي دي.

فطرت وړاندې ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه لیکلي، "د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اړوند مندوخیلو کلي کې پر یو ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې د کور یو سپین ږیری او یو ماشوم شهیدان شوي او نور غړي یې ټپیان شوي خو د کلي خلک چې د ژغورنې لپاره راټول شوي و، دوهم ځل پرې بمبار شوی چې ٢٨ تنه کلیوال پکې شهیدان شوي او ١٥٨ تنه نور ټپیان شوي." ښاغلي فطرت وړاندې په پکتیکا ولایت کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لیکلي چې "د ګیان ولسوالۍ اړوند ولوست کلي کې د یو کلیوال کور بمبار شوی چې شپږ تنه چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو پکې شهیدان شوي." د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ویلي چې د کنړ ولایت منورې ولسوالۍ اړوند په برولو کلي کې د یو ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نلري خو کور یې بشيړ ویجاړ شوی او مالي زیان وراوښتی.

د هغه په خبره په دغو بمباریو کې درې کورونه په بشپړډول ویجاړ شوي دي.

په یوشمیرهغو ویډیوګانوکې چې ازادي راډیو په دغو ولایتونو کې له روغتونونو ترلاسه کړي، د نارینه وو ترڅنګ ښځې او ماشومان ښکاري چې ټپیان دي اوروغتیا پالان یې درملنه کوي. ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو کره والی نشي تاییدولی.

خو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې دا عملیات په ټول هېواد کې د وسله ‌والو ډلو له‌ خوا د ترسره شویو ګڼو بریدونو په ځواب کې پیل شوي دي.

هغه لیکلي: "په دقیقو هوايي بریدونو کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې درې هدفونه له منځه یوړل شول."

ازادي راډیو په خپلواکو توګه د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی او تراوسه کوم خپلواک بنسټ په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان دغه عملیات یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کړل چې په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبالو وسله ‌والو په کراچۍ ښارکې ځانګړو ریجرز ځواکونو پرسیمه ‌ییز مرکز برید وکړ چې په ترڅ کې یې درې سرتېري ووژل شول. امنیتي ځواکونو وویل چې په متقابلو نښتو کې یې

درې بریدګر ووژل او یو بل یې ژوندی ونیو چې پوځ هغه د افغانستان تبعه وباله.

جماعت الاحرار، چې د تحریک طالبان پاکستان یوه بېله شوې ډله ده، په خپره کړې خبرپاڼه کې د کراچۍ د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر ضد د بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

چارواکي ډېری تاوتریخوالو پړه پر تحریک طالبان پاکستان (TTP) او له هغوی سره پر تړلو وسله ‌والو ډلو اچوي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورنوي چې د دغو ډلو مشرانو او غړیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، هغه تور چې طالبانو تل ردکړی دی.