بحرین او کویټ د ایران بریدونه وغندل؛ ټرمپ ګواښ وکړ چې "اسلامي جمهوریت به له منځه یوسي."

وروسته له هغې چې ایران د متحده ایالاتو د بریدونو په غبرګون کې پر بحرین او کویټ کې هدفونه په نښه کړل، بحرین وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۸ د ایران توغول شوي توغندي او بې‌ پیلوټه الوتکې شنډ کړل.

د بحرین پوځ وویل چې دوی " یو شمېر توغندي چې په دغو خیانتکارو ایراني بریدونو کې کارول شوي و، له منځه وړي دي" او په "اعظمي چمتووالي" کې دي. د بهرنیو چارو وزارت دا برید "خطرناک تشدید" وباله او ویې ویل چې ایران د هغوهڅو د زیانمنولو "یوازینې مسؤل" دی چې د کړکېچ د کمولو لپاره روانې دي.

بحرین وروسته تایید کړه چې په دغو بریدونه کې د هستوګنې یوه ودانۍ زیانمنه شوې خو د احتمالي تلفاتو راپورندی ورکړل شوی.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د ایران بریدونه "په سختو ټکو" غندلي، هغه یې د ایران " د وحشیانه تېري تکرار" او "د حاکمیت ښکاره نقض" بللي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو وویل چې د امریکا د بریدونو په غچ کې یې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې په دواړو اډوکې بنسټیزتاسیسات ویجاړشوي دي. سپاه پاسداران وویل، د جون د ۲۸مې نېټې د سهار له ۲ څخه تر ۳ بجو پورې یې د غچ اخیستنې په توګه د امریکا اړوند هدفونو پر لور توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

سپاه پاسدران همداررانګه خبرداری ورکړ چې د اوربند هر ډول "سرغړونه" به "ټولې روانې ډیپلوماتیکې هڅې په بشپړ ډول ودروي."

په عین حال کې د امریکا پوځ وویل چې د جون په ۲۸ د دوهمې شپې لپاره یې پر ایران بریدونه وکړل او په دغو بریدونو کې د "ایران د توغندیو او ډرون د زېرمو ځایونه او ساحلي راداري سایټونه” په نښه شوي وو. امریکا وویل دا بریدونه د هغه ایراني ډرون برید په غبرګون کې وو چې په هرمز تنګي کې پر یوه تجارتي کښتۍ شوی و.

دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغې وشول چې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ یو تفاهم لیک نافذ شو.

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې نازک اوربند د ماتیدو له ګواښ سره مخ دی، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې اسلامي جمهوریت به له منځه یوسي. هغه په خپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال ولیکل:

" امریکایې الوتکو همدا اوس د ایران د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو د زېرمو او ساحلي رادارونو پر مرکزونو بریدونه وکړل، ځکه چې ایران بیا هم د اوربند هوکړه ماته کړه! ډېر امکان لري چې هغوی هېڅکله زده کړه ونه کړي!"

هغه زیاته کړه: "کېدای شي داسې وخت راشي چې موږ نور ونه شو کولای معقول واوسو او اړ شو چې هغه کار په پوځي ډول بشپړ کړو هغه چې موږ په ډېر بریالیتوب سره پیل کړی و. که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور وجود ونه لري!"

امریکایي پوځي چارواکو ویلي چې وروستي بریدونه پای ته رسېدلي دي. د ایران او امریکا ترمنځ دغه تازه بریدونه داسې مهال کیږي چې ټاکل شوي وه چې دواړه لوري د روانې جون میاشتې په پای کې په سویس کې تخنیکي خبرې له سره پیل کړي.