وروسته له هغې چې ایران د متحده ایالاتو د بریدونو په غبرګون کې پر بحرین او کویټ کې هدفونه په نښه کړل، بحرین وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۸ د ایران توغول شوي توغندي او بې پیلوټه الوتکې شنډ کړل.
د بحرین پوځ وویل چې دوی " یو شمېر توغندي چې په دغو خیانتکارو ایراني بریدونو کې کارول شوي و، له منځه وړي دي" او په "اعظمي چمتووالي" کې دي. د بهرنیو چارو وزارت دا برید "خطرناک تشدید" وباله او ویې ویل چې ایران د هغو هڅو د زیانمنولو "یوازینې مسؤل" دی چې د کړکېچ د کمولو لپاره روانې دي.
بحرین وروسته تایید کړه چې په دغو بریدونه کې د هستوګنې یوه ودانۍ زیانمنه شوې خو د احتمالي تلفاتو راپور ندی ورکړل شوی.
د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د ایران بریدونه "په سختو ټکو" غندلي، هغه یې د ایران " د وحشیانه تېري تکرار" او "د حاکمیت ښکاره نقض" بللي دي.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو وویل چې د امریکا د بریدونو په غچ کې یې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې په دواړو اډوکې بنسټیزتاسیسات ویجاړشوي دي.
د امریکا پوځ د جون په ۲۸ د دوهمې شپې لپاره پر ایران بریدونه وکړل او ویې ویل چې په دغو بریدونو کې د "ایران د توغندیو او ډرون د زېرمو ځایونه او ساحلي راداري سایټونه” په نښه شوي وو. امریکا وویل دا بریدونه د هغه ایراني ډرون برید په غبرګون کې وو چې په هرمز تنګي کې پر یوه تجارتي کښتۍ شوی و.
دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغې وشول چې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ یو تفاهم لیک نافذ شو.