د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې وچکالۍ په دولسو ولایتونو کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه ترټولو ټیټې یعنې دیرش سلنې ته راکښته شوې چې د خلکو پرمعیشت یې سخت اغیزکړی دی.
اوچا د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په اومه پرخپله ایسکپاڼه کې لیکلي چې د دې کال بارانونو یو څه ښه والی راوستی، خو یو ښه فصل د پنځو کلونو وچکالۍ نه شي جبرانولای. د اوچا په خبره په ټول افغانستان کې ټولنې لا هم د اوبو د سرچینو له کمښت، د اقلیمي فشارونو له زیاتوالي او د راتلونکي فصل له ناڅرګندتیا سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما تیره میاشت پرافغانستان د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره ویلي و چې د اوبو کمی او وچکالي د دې هیواد په وړاندې ترټولو لوی ګواښ دی. د یوناما په خبره د افغانستان د نفوس نیمايي برخه د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي به پرکرنې چې په کلیوالي سیمو کې د ژوند د ملا تیر ګڼل کیږي، سخت اغیز وکړي.