په کراچۍ کې د ځانګړیو ځواکونو پریوه مرکز په برید کې درې سرتیري وژل شوي

آرشیف

د پاکستان پوځ ویلي، د شنبې په ورځ په کراچۍ ښار کې د سند ایالت د ځانګړو ځواکونو پر یوې اډې په وسله وال برید کې درې سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، جماعت الاحرار وسله ‌والو لومړی د کراچۍ د ګلستانِ جوهر سیمې د رینجرز کمپ په دروازه کې چاودېدونکي توکي وچاودول او وروسته یې پر سرتېرو ډزې پیل کړې.

د رویترز د راپورله مخې عیني شاهدانو ویلي، دوی لومړی د یوې زورورې چاودنې غږ واورید او ورپسې د ښار د یوې مهمې لارې ترڅنګ، چې څو پوهنتونونه او د پاکستان د هوا پېژندنې اداره هم پکې موقعیت لري، د ډزو غږونه واورېدل.

پوځ ویلي، په نښتو کې درې وسله ‌وال ووژل شول او څلورم کس، چې د افغانستان تبعه بلل شوی، ژوندی ونیول شو.

دا په کراچۍ کې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر راهیسې تر ټولو لوی برید بلل کېږي؛ هغه مهال د چینایي وګړو پر کاروان په چاودنه کې دوه چینایي اتباع وژل شوي وو.

په وروستیو کلونو کې د پاکستان په لویو ښارونو کې بریدونه کم شوي وو، خو د وسله‌ والۍ وروستي زیاتوالي دا اندېښنې راپارولي چې ښايي تاوتریخوالی یو ځل بیا ښاري مرکزونو ته ور وګرځي.