د هندوکش په غرو نو کې زلزلې پاکستان کې زیانونه پیښ کړي دي

آرشیف

د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د شنبې د ورځې زلزلې د پاکستان په بلوچستان کې ایالت کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

دغې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې او مرکز یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، تر اوسه د مرګ ‌ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی، خو ارزونې روانې دي.

د رویترز د راپورله مخې د پاکستان د بلوجستان ایالت په موسي خیل ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.

په اپرېل میاشت کې په بدخشان ولایت د ریښترپه کچه د ۵،۸ درجې درجې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شول. د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او په سلګونو کورونه ویجاړشول او ترهغې څو اوونۍ وروسته، د ۶،۳ درجې بلې زلزلې د افغانستان په شمال کې کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل.