امریکایي ځواکونو د دویمې پرله پسې شپې لپاره د ایران پر "ګڼو هدفونو" بریدونه وکړل. د واشنګټن په وینا، دا بریدونه د سوداګریزو کشتیوپر وړاندې د تهران د "تیري" په ځواب کې ترسره شول.
په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې نازک اوربند د ماتیدو له ګواښ سره مخ دی، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې اسلامي جمهوریت به له منځه یوسي. هغه په خپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال ولیکل:
" امریکایې الوتکو همدا اوس د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د زېرمو او ساحلي رادارونو پر مرکزونو بریدونه وکړل، ځکه چې ایران بیا هم د اوربند هوکړه ماته کړه! ډېر امکان لري چې هغوی هېڅکله زده کړه ونه کړي!"
هغه زیاته کړه: "کېدای شي داسې وخت راشي چې موږ نور ونه شو کولای معقول واوسو او اړ شو چې هغه کار په پوځي ډول بشپړ کړو هغه چې موږ په ډېر بریالیتوب سره پیل کړی و. که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور وجود ونه لري!"
څو ساعته وروسته، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو اعلان وکړ چې د جون د ۲۸مې نېټې د سهار له ۲ څخه تر ۳ بجو پورې یې د غچ اخیستنې په توګه د امریکا اړوند هدفونو پر لور توغندي او بې پیلوټه الوتکې توغولي دي. کویټ او بحرین هم راپورورکړی چې یوشمیرتوغندي یې هوایي قلمرو ته داخل شوي خو په دې اړه نور جزیات ندي ورکړل شوي.
سپاه پاسداران ویلي چې په کویټ او بحرین کې یې امریکایي پوځي اډې په نښه کړې دي.
سپاه پاسدراان همداراز خبرداری ورکړ چې د اوربند هر ډول "سرغړونه" به "ټولې روانې ډیپلوماتیکې هڅې په بشپړ ډول ودروي."
د امریکا مرکزي قوماندانۍ سینټکام د جون په ۲۷مه وویل چې ځواکونو یې دا بریدونه "د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د دوامدارو تېریو په مستقیم ځواب کې" ترسره کړي دي.
ایران سمدستي په دې اړه رسمي غبرګون ونه ښود. د سینټکام په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې کوم ځانګړي هدفونه په نښه شوي، خو د امریکا دفاعي چارواکو ویلي چې وروستي بریدونه پای ته رسېدلي دي.