په اوړي کې د کورنیو بې ځایه شویو ستونزې، د پاکو اوبو نشتوالی یو له جدي ننګونو څخه دی

کورني بې ځایه شوي، ارشیف

د اوړي ګرمې څپې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو ژوند لا سخت کړی دی. یو شمېر دغو بې ځایه شویو کورنیو ازادي راډیو ته وویل چې په خیمو یا لنډمهالو سرپناوو کې په ناوړه وضعیت کې اوسېږي چې ګرمې هوا یې ماشومان په مختلفو ناروغیو اخته کړي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي اوسېدونکی فقیرزی وایي درې ورځې وړاندې یې د حمیرا په نوم یوه دوه کلنه خورزه د ګرمۍ، یوې مکروبي ناروغۍ او شدیدې تبې له امله مړه شوې ده.

د هغه په خبره"دا ماشومه تقریباً ۵ ساعتونو کې له منځه ولاړه."

ده ازادي راډیو ته وویل چې کورنۍ او خپلوان یې وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي، او لا هم د دې ولایت یوه بله سیمه کې تر خیمې لاندې ژوند کوي.

هغه وړاندې وویل:"تر اوسه هم خلک په سمه توګه خپلو مېنو ته نه دي راستانه شوي، ځکه دا ګېټ (تورخم دروازه) کله خلاصه وي کله نه وي، د جګړو وېره وي، نو بیماریانې هم زښته زیاتې دي، ملاریا او نورې ناروغۍ هم شته، دوه ورځې وړاندې مې یوه خورزه چې تقریبا دوه کلنه په یوه نا اشنا ناروغۍ له امله تبې ونیوله، بیا مو شخصي ډاکټر او کلنیک ته یوړه،خو بالاخره ۵ ساعتونو کې له منځه ولاړه، ډاکتر ورته پیچکاري هم کړې وه، پر مخ او لاسونو یې غټې غټې ټاپې راوختې،صحت عامې ته موږ وړله چې لاره کې یې ساه ورکړه."

دا کورني بې ځایه شوي افغانان وایي، د اوړي په موسم کې د دوی تر ټولو سترې ننګونې د هوا لوړه تودوخه، د څښاک پاکو اوبو کمښت، د مناسبې سرپناه نشتوالی او د برېښنا نه شتون دی.

د دوی په وینا، د ورځې په اوږدو کې خیمې دومره تودې وي چې دننه پاتې کېدل په کې ناشوني وي او ماشومان، سپین ږیري او ناروغان تر ټولو ډېر اغېزمن کېږي.

د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ یو اوسېدونکي نېک محمد هم چې په ورته دلیل له خپل کوره بې ځای شوی او له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې تر خیمې لاندې اوسېږي، وړاندې یې ازادي راډیو ته وویل:"غربت او ګرمي ډېره ده، په دې ګرمۍ کې تر خیمې لاندې ژوند کله کېږي،ناروغۍ زښته زیاتې دي، همدا اوس هم دلته ماشومان مو په بېلابېلو ناروغیو اخته او تبو نیولي دي،نه کار شته نه ژوند، ستر کړاو دی او اکثریت خلک ورسره مخ دي،ګرمي ډېره او خیمو کې هېڅ طاقت نه کېږي، بې کاري ده، پاکې اوبه نشته."

دغه شان د بغلان ولایت ځینې اوسېدونکي چې وروستیو شدیدو سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي او دوی یې نورو سیمو ته په کډه کولو او خیمو کې اوسېدو ته اړ ایستلي هم له ورته وضعیته شکایت کوي.

د بغلان مرکزي ولسوالۍ اوسېدونکي منیر چې اوس د پلخمري ښار زمان خېلو سیمې ته کډه شوی، ازادي راډیو ته یې وویل:"ډېر بد وضعیت کې یو،دې وروستیو کې چې سېلابونو ډېر کورونه خراب کړي، دغه ماشومان چې له ۵ کلونو یې عمرونه کم دي، اسهالات په کې ډېر شوي دي،عموما دلته بغلان کې چې د اوړي موسم راځي ځکه دلته ګرمي زښته زیاته ده، دا ستونزې ډېرېږي،هغه کورنۍ چې نسبتا اقتصادي حالت یې ښه وه، خپل کورونه یې جوړ کړل او بیرته خپلو کورونو ته ولاړل، خو څوک چې دا وسه نه لري تر اوسه خیمو کې دي،ډېری خلک دلته د سیند او ویالو اوبو نه کار اخلي ځکه دا سیمې للمې دي، ځینې خلک هم په څارویو اوبه راوړي."

دا بې ځایه شوي افغانان له مرستندویه ادارو او مسولو بنسټونو غوښته کوي چې د اوړي د سختې ګرمۍ پر مهال د پاکو اوبو، د یخو ځایونو، برېښنايي اسانتیاوو او مناسبو سرپناوو په برابرولو کې ورسره بیړنۍ مرسته وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې شرافت زمان د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ځینې روغتیا پالان خبرداری ورکوي چې د اوږدې مودې لپاره د سختې ګرمۍ سره مخ کېدل په ځانګړي ډول د ماشومانو، امیندوارو ښځو، سپین ږیرو او هغو کسانو لپاره چې له مزمنو ناروغیو سره مخ دي، د بدن د اوبو کمښت، د تودوخې ستړیا، د لمر وهلو او نورو روغتیایي ستونزو خطر زیاتوي.

د کابل د صحت طفل "اندراګاندي" روغتون د داخلې څانګې مشر او متخصص ډاکتر عارف حسن زي ازادي راډیو ته د دغو ناروغیو د مخنیوي او وقایې په اړه کورنیو ته داسې سپارښتنې لري:"نه یوازې د کډوالو په پنډغالو بلکې په کورونو کې هم اکثرا چې هوا ګرمېږي، نس ناستی ډېرېږي،خو پنډغالو کې د دې ډول ناروغیو زمینه ډېره مساعده وي، خو که چېرې دوی ډېرو پاکو اوبو څښلو، خوړو او حفظ الصحې ته توجه وکړي،کېدای شي دوی تر یو حده ترې وژغورل شي،د واکسینونو تطبیق هم ډېر مهم دی،د کلنیکونو او ګرځنده شتون هم دوی که جوړ شي چې هلته وکتل شي، او ناروغۍ یې تشخیص شي، هر څومره چې ناروغۍ وقایه کېږي، هومره ښه وي خو که واقع کېږي باید ژر یې تشخیص او درملنه یې وشي،بل که ماشومان ژر خیمو کې نه جوړېږي باید ژر تر ژره د ښارونو روغتونونو ته واستول شي."

د بېلابېلو نړیوالو بشري ادارو له دې ډلې د داخلي بې ځایه کیدنې څارنې مرکز (ای،ډي،ام،سي) د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخو ۴ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان په هېواد دننه بې‌ځایه شوي او په موقتو سرپناوو کې ژوند کوي.

دې ادارې د تېر ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ویلي وه چې که څه هم په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کورنيو بې ځایه شویو افغانانو شمېر کې یوه اندازه کموالی راغلی خو په خبره یې، لا هم د کورنۍ بې ځایه کېدنې له اړخه افغانستان په نړۍ کې پنځم ځای لري.

دغو کورنيو بې ځایه شويو د جګړو، طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو، وچکالیو او بېلابېلو لاملونو له امله خپلې مېنې پرېښې دي او په خیمو یا لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي، چې سختې ګرمۍ یې بشري وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو ترواکمنۍ لاندې افغانستان وار له مخه له اقتصادي ناورین، د کډوالو پراخې بېرته راستنېدنې، بې کارۍ او بې وزلۍ لوړې کچې سره لاس او ګرېوان دی.

دې وضعیت د حکومت د ځواب ورکونې ادارې او مرستندویه موسسې تر فشار لاندې راوستلي دي.