اروپایي چارواکي: له طالبانو سره اړیکي تخنیکي بڼه لري او د مجرمینو په بیرته ستنولو څرخي

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د اروپایي ټولنې د چارواکو د وروستۍ کتنې وروسته اروپایي چارواکو ویلي چې دغه کتنه یوازې په عملیاتي بحثونو چې په جرمونو کې ښکیل افغانانان په څه ډول بیرته افغانستان ته واستول شي، متمرکز و او هغه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کیدو په مانا نه و. جرمني چې د نورو اروپایي هیوادونو پرتله له مخکې یې افغانستان ته د مجرمو افغانانانو د لیږۍ لړۍ پیل کړې، ویلي چې د خپلو ملي ګټولپاره له طالبانو سره اړیکي لري.

هر ډول همکاري یوازې تخنیکي بڼه لري او د جرمني د ملي ګټو لپاره ترسره کېږي

د جرمني صدراعظم فریدرش میرڅ د چهارشنبې په ورځ هغه تورونه رد کړل چې ګواکې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره اړیکې عادي کوي. هغه ټینګار وکړ چې هر ډول همکاري یوازې تخنیکي بڼه لري او د جرمني د ملي ګټو لپاره ترسره کېږي.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې میرڅ د چهارشنبې په ورځ د جرمني د پارلمان (بونډستاګ) په غونډه کې د حکومت د پوښتنو او ځوابونو پر مهال، د زرغون ګوند د نیوکو په ځواب کې وویل: "موږ دا رژیم نه عادي کوو."

هغه زیاته کړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د دولتونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ، او جرمني تل له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. میرڅ وویل: "موږ د طالبانو دې رژیم ته د دوستۍ لاس نه ورغځوو؛ بلکې په هغه ضروري تخنیکي کچه همکاري کوو چې زموږ د هېواد ملي ګټې تأمینوي."

هغه څرګنده کړه چې حکومت په تر ټولو ټیټه ممکنه تخنیکي کچه اړیکې ساتي، څو هغه افغان نارینه بېرته افغانستان ته واستول شي چې په جرمني کې یې جنايي جرمونه ترسره کړي دي. هغه وویل: "همدا تګلاره به دوام ولري."

جرمني چې د راپورونو له مخې تراوسه یې له سلو زیات افغانان چې په هغه هیواد کې یې جرمونه ترسره کړي یا نور هغه چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي، د قطر په مرسته په چارټرالوتنو کې افغانستان ته لیږلي، ویلي چې غواړي د افغانانو د لیږلولپاره چارټرالوتنې زیاتې کړې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د روانې اونۍ په پیل کې په برلین کې وویل: "په راتلونکي کې احتمال شته په میاشت کې درې چارټر الوتنې ترسره شي." دغې ویاندې همدارنګه وویل چې پردې سربېره د دې امکان هم شته چې په هروخت کې خلک د عادي سوداګریزو الوتنو له لارې په انفرادي دول بېرته واستول شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د جرمني بیلډ ام زونتاګ ورځپاڼې ته وویل: "هغوی چې زموږ له ورکړل شوي خوندیتوب څخه ناوړه ګټه اخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کوي، باید خپله راتلونکې په خپل اصلي هېواد کې ولټوي."

د جرمني صدراعظم پارلمان ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې په دې برخه کې د ښاغلي دوبرینټ بشپړملاتړکوي.

په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د طالبانو د حکومت تر څلورو نورو ډیپلوماتانو پورې به جرمني ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، څو افغانستان ته د ډیپورټ بهیر اسانه او چټک شي.

د دې ویاند په وینا، د افغانستان د قونسلي چارو چارواکو ته اړتیا ده، څو د بېلګې په توګه نور پاسپورټونه صادر کړي. هغه وویل چې د جرمني حکومت به د ویزو له ورکولو مخکې د دغو چارواکو سابقه او شرایط په دقت وڅېړي.

په عین حال کې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنرمګنوس برونر وایي، په بروکسل کې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره خبرې اترې د "یوازې عملیاتي بحثونو" په کچه وې چې په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه ترسره شوې او طالبانوته د هېڅ ډول امتیازاتو ورکول پکې شامل نه وو.

دا د امتیازاتو موضوع نه ده، هېڅ ډول امتیازات په کې نشته

ښاغلي برونر د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "دا د امتیازاتو موضوع نه ده، هېڅ ډول امتیازات په کې نشته." د هغه په وینا، د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ تخنیکي غونډه د روان کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې ترسره شوه، او ورپسې دویمه غونډه د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې وشوه چې تمرکز یې افغانستان ته د مجرمینو د بېرته لېږلو پر "عملیاتي طریقې" و.

برونر وویل چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د بېرته ستنولو په چارو کې هڅې همغږې کړي. هغه ټینګار وکړ چې دغه خبرې اترې یوازې د بېرته ستنولو لپاره په "عملي ترتیباتو" پورې محدودې وې او باید د یوې عادي اداري پروسې په توګه وګڼل شی. د کمېشنر په خبره د سې شنبې ورځې په غونډه کې د اروپايي ټولنې ۱۵ غړو هېوادونو ګډون کړی و.

په دې اړه نور:

د اروپایي اتحادیې او د طالبانو چارواکو په بروکسل کې خبرې وکړې؛ ترډیره د یوشمیر افغانانو په بیرته ستنولو متمرکزې وې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي چې د پنځه کسیز پلاوي مشري یې کوله، وویل چې کابل هیله لري:"دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې پیاوړې کړي، او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ به همکاري نوره هم پراخه کړي."

د ملګروملتونو د بشري حقونو د چارواکو او ادارو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د اروپایي کمیسیون پردغه اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت په تیره د ښځو د حقونو وضعیت ته په پام باید د طالبانو پلاوی بروکسل ته نه وای غوښتل شوی او اروپایي هیوادونه باید افغانان هغه وضعیت ته بیرته ونه لیږي چې خطرناک دی.