ساینسپوهانو ویلي چې د تودوخې دوامداره څپې د نړیوالې تودوخې څرګنده نښه ده او خبرداری ورکوي چې هغه به په راتلونکي کې لا زیاتې، اوږدې او لا شدیدې شي.
اروپایي هیوادونه چې دغې څپې ډیرځپلي دي:
فرانسه:
په فرانسه کې ۴۰ کسان، چې ډېری یې ځوانان دي، د جون له ۱۸مې راهیسې د سختې تودوخې څپې په ترڅ کې ډوب شوي چې د دې هیواد صدراعظم دا یوه غمیزه بللې ده.
د چارواکو په وینا د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د چهارشنبې په ورځ د تودوخې د سختې څپې له امله د بریښنا د شبکې یو ټرانسفرمر له کاره ولوید چې له امله یې شاوخوا ۶۸,۰۰۰ کورنۍ له بریښنا بې برخې شوې دي.
د فرانسې د هواپیژندنې د ملي ادارې په وینا سې شنبې په فرانسه کې ترټولو ګرمه ورځ وه چې له ۱۹۴۷ کال راهیسې یې چې د تودوخې د درجې ثبت پیل شوی، ساری ندی لیدل شوی.
د ورځې او شپې د تودوخې متوسطه اندازه ۲۹،۸ درجې سانتي ګراد ته ورسېده. مخکینی ریکارډ ۲۹،۴ درجې و، چې د ۲۰۱۹ د جولای په ۲۵ او د ۲۰۰۳ کال د اګست په ۵ ثبت شوی و.
په پاریس کې، د ایفل برج او لورې موزیم چې د نړۍ ډیرسیلانیان یې لیدو ته ورځي، اعلان کړی چې د تودوخې له امله یې ژرتړي.
د تودوخې له امله په ټوله فرانسه کې ۱۸۰۰ ښوونځي تړل شوي او د نورو اتو زرو ښوونځیو چې سختې تودوخې اغیزمن کړي، درسي ساعتونه لنډ شوي او زده کونکي ژر کورونو ته لیږي.
بلجیم:
په بلجیم کې دوه ۱۷ کلن ځوانان په یوه مصنوعي جهيل کې چې لامبو وهل پکې منع وو، ډوب شوي.
د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې له فولادو جوړې مشهورې ودانۍ اتومیم اعلان وکړ چې دا ودانۍ به له چهارشنبې تر جمعې پورې د ورځې په ګرمو ساعتونو کې د لیدونکو لپاره ژر تړي.
هسپانیا:
د هسپانیا نږدې په ټولو برخو کې د تودوخې خبرداری ورکړل شوی او ځینې سیمې یې د خبرداري تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
ایټالیا:
د ایټالیا روغتیا وزارت د پلازمینې روم او میلان په ګډون په ۱۵ ښارونو کې د تودوخې د تر ټولو لوړې درجې خبرداری ورکړی.
خلکو ته سپارښتنه شوې چې سپک خواړه وخوري، د ورځې په ګرمو ساعتونو کې په کورونو او ودانیو کې دننه پاتې شي او بدن یخ وساتي.
پولنډ، کرویشیا او هنګري:
د پولنډ د هواپیژندنې ادارې د هېواد په لوېدیځ کې له پنجشنبې تر شنبې پورې د سختې تودوخې د لوړې درجې خبرداری ورکړی او اټکل یې کړی چې تودوخه به د سانټي ګراد له ۴۰ درجو واوړي. دا به د ۱۹۲۱ کال راهیسې د تودوخې یو نوی ریکارډ وي.
د کرویشیا د اډریاتیک ساحل هم د جمعې او شنبې لپاره د لوړ خطر ځای اعلان شوی او هنګري هم د تودوخې خبرداری ترټولو لوړې کچې ته لوړکړی دی.
د یوې څیړنې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې د هغو کسانو شمېر چې په ټوله نړۍ کې له خطرناک حرارتي فشار سره مخ دي، د تېرې نیمې پېړۍ په اوږدو کې په څرګند ډول زیات شوی دی.
د دې څیړنې له مخې چې د Nature Climate Change په علمي مجله کې خپره شوې، ویل شوي چې په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د نړۍ ۱۶ سلنه وګړي لږ تر لږه یوه ورځ له ډېر شدید حرارتي فشار سره مخ کېدل، یعنې هغه مهال چې د احساسېدونکې تودوخې درجه لږ تر لږه ۴۶ سانتي ګراد وه. پنځوس کاله وروسته دا کچه ۲۲ سلنې ته لوړه شوې ده.
د دې څیړنې له مخې د حرارتي فشارد زیاتوالي اصلي لامل د اقلیم بدلون بلل شوی دی.
حرارتي فشار هغه اصطلاح ده چې د بدن د تودوخې خطرناک زیاتوالي ته کارول کېږي، هغه چې د شدیدې تودوخې، رطوبت او نورو عواملو له امله رامنځته کېږي. دا د هوا د شرایطو له امله د مړینې یو له تر ټولو عامو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د دې څیړنې لیکونکې ربیکا ایمرټن ویلي چې ځینې هېوادونه، لکه هسپانیا، پرتګال، ایټالیا او فرانسه، اوس د ۱۹۷۰مې لسیزې په پرتله تر پنځو سانتي ګرادو پورې لوړه احساسېدونکې تودوخه تجربه کوي. د نوموړې په وینا یواځې اروپا نه بلکې په ټولو لویو وچو کې حرارتي فشار د پخوا پرتله اوس ډیرعام شوی دی. د نوموړې په خبره دا په دې مانا ده چې اوس نږدې یو میلیارډ نور کسان لږ تر لږه یو ځل له شدید حرارتي فشار سره مخ کېږي، حال دا چې په ۱۹۷۰مه لسیزه کې داسې نه وو. هغې ویلي چې حرارتي فشار اوس د نړۍ هغو سیمو ته هم غځېدلی چې په تاریخي ډول پکې دا ستونزه نه وه لیدل شوې. د بېلګې په توګه، ډېر شدید حرارتي فشار، چې د احساسېدونکې تودوخې درجه یې لږ تر لږه ۳۸ سانتي ګراد وي، اوس د شمالي امریکا، بریتانیا او سکاندیناوي هیوادونو ځینو برخو ته هم رسېدلی دی.