سنا د ولسمشر ټرمپ د حربي صلاحیتونو محدودولو ته رایه ورکړه ; ټرمپ : بې معنا ده

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالاتو سنا مجلس، دامریکا او ایران ترمینځ د تفاهم‌لیک له امضاء څو ورځې وروسته، په یوه نوې رایه‌ اخیستنه کې پریکړه وکړه چې د ایران په وړاندې جګړه باید ودرول شي او دبیا پیل لپاره به یې ولسمشر دکانګرس اجازې ته اړتیا ولري.

دغه پریکړه په ۵۰ موافقو او ۴۸ مخالفو رایو تصویب سوه.

خو دا مصوبه به د لاسلیک لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ونه سپارل شي او تر ډېره تشریفاتي بڼه لري.

دغه طرحه چې لومړی د استازو جرګې تصویب کړې وه، ډونالډ ټرمپ مکلفوي چې امریکایي ځواکونه له ایران سره له هر ډول پوځي ښکېلتیا وباسي، مګر دا چې کانګرس په څرګند ډول د دې اقدام اجازه ورکړي.

سنا مجلس کې د څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو په شمول ، ۵۰ سناتورانو دې لایحې ته مثبته رایه ورکړه. بلخواته یې یو ډیموکراټ سناتور هم مخالفت وکړ.

د امریکا ولسمشر د کانګرس په دغې مصوبې سخت انتقاد وکړ او دا اقدام یې « بې ‌وخته او بې‌معنا» وباله.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» کې ولیکل:

«په داسې حال کې چې ما ایران ډېر بد حالت او د بشپړ سقوط درشل ته رسولی، د امریکا کانګرس پرېکړه کوي چې د جګړې د واکونو د لایحې په اړه یوه په سخت ډول بې‌وخته او بې‌معنا رایه‌اچونه ترسره کړي. »