شهبازشریف: ایران هم لکه د نورو هیوادونو په څیر حق لري چې بالستیک توغندي ولري

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د بالیستیک توغندیو په اړه باید دوه‌ ګونی معیار موجود نه وي او زیاته یې کړه چې ایران هم د نورو هېوادونو په څېر د دې وسلو د درلودلو حق لري.

شهباز شریف چې هیواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د منځګړي په توګه رول لوبولی، د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته دا هم وویل چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د تفاهم لیک لپاره خبرو کې د بالیستیک توغندیو موضوع هېڅکله د بحث په اجنډا کې نه وه، ځکه دا موضوع هېڅکله د دغو خبرو برخه نه وه. تردې مخکې ځینو رسنیو د پاکستان د صدراعظم له قوله ادعا کړې وه چې د ایران د بالیستیک توغندیو موضوع د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه ده.

ایران د اسراییل او امریکا په وړاندې جګړه کې د بې پيلوټه الوتکو یا ډرونونو ترڅنګ له منځني او لیرې واټن ویشتونکو توغندویو څخه کارواخیست چې پر خلیج هیوادونو سربیره د اسراییل په ډیرو ښارونو کې یې هدفونه په نښه کړل.