اروپایي کمیسیون: له طالبانو سره د بروکسل په ناسته کې د اروپایي پنځلسو هیوادونو چارواکو ګډون کړی و

د اروپایي اتحادیې چارواکو تایید کړه چې د سې شنبې په ورځ یې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره افغانستان ته د افغانانو د بیرته ستنولو پرموضوع خبرې وکړې. اروپایي ټولنې د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي ته چې مشري یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي کوي، بلنه ورکړې وه. اروپایي کمیسیون دا د تخنیکي سطحې یوه ناسته بللې چې د چارواکو په خبره هدف یې افغانستان ته د هغو افغانانو د بیرته استولو لپاره د اسانتیا رامنځ ته کول و چې په اروپایي هیوادونو کې یې درانه جرمونه ترسره کړي یا امنیتي ګواښ ګڼل کیږي. د دې کمیسیون په وینا په دې ناسته کې د اروپایي اتحادیې او د شنګین زون د پنځلسو غړیو هیوادونو چارواکو ګډون کړی و. دا په څه کم پنځو کلونو کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته لومړی ځل دی چې اروپایي اتحادیه په بروکسل کې د طالبانو له چارواکو سره غونډه کوي. پردې غونډې د بشري حقونو یوشمیرډلو سخت انتقاد کړی او له اروپایي هیوادونو یې غوښتي چې خپل هیواد ته د افغانانو له بیرته استولو لاس واخلي ځکه د دوی په خبره هلته بشري وضعیت خطرناک دی.