د امریکا او ایران خبرې پای ته ورسیدې؛ ټرمپ د نیابتي ډلو په سر ایران ته تازه ګواښ وکړ

د سویس لوسرن کې د امریکا مذاکراتي ټیم غړي

په سویس کې د ایران او امریکا لومړی دور خبرې پای ته ورسېدې خو معلومه نه ده چې بیا به کله پيلیږي.

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د دوی مذاکراتي ټیم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "ګواښ" په غبرګون له متحده ایالاتو سره خبرې وځنډولې.

د سویس په لوسرن کې د امریکا او ایران د خبرو له پیل سره هممهاله د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه تروث سوشیال کې خبرداری ورکړ چې: «ایران باید سمدستي په لبنان کې خپلې نیابتي ډلې د ستونزو له جوړولو راوګرځوي»

ټرمپ ګواښ وکړ چې ایران به د خپلو نیابتي ډلو په سر بیا سخت ووهل شي.

حزب الله یوه وسله واله ډله او سیاسي ګوند هم دی چې د لبنان د سویل ډیره برخه کنټرولوي.

دا ډله د متحده ایالاتو لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي، که څه هم اروپایي اتحادیې یوازې د دې ډلې وسله واله څانګه په تور لیست کې شامله کړې.

د ایران سپاه پاسداران ته نږدې فارس او تسنیم خبري اژانسونو د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې [د ټرمپ] تر دې بیانونو وروسته د خبرو اترو دوام معلوم نه دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم مشر محمد باقر قالیباف هم په ایکس پاڼه یو پیغام خپور کړی، چې د امریکا ګواښونو ته یې اشاره وکړه او لیکلي یې دي: "زموږ وسله وال ځواکونه چمتو دي چې په بل ډول یې ځواب ووایي."

په سویس کې د امریکا د پلاوي مشري مرستیال ولسمشر جې ډي ونس کوله. د امریکا د ولسمشر استازی سټیف ویټکاف او د هغه زوم او استازی جرډ کوشنر هم په پلاوي کې شامل و.

د ولسمشر ټرمپ د ګواښ او د ایران د ځواب څخه مخکې د ورځې په جریان کې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس له ایران سره خبرې تاریخي بللې وې.

دا یوه تاریخي ناسته ده. هیڅکله هم د اسلام اباد څخه بهر او دلته - پرته له تیرو څو میاشتو - د ایران او متحده ایالاتو مشرانو په دومره لوړه کچه سره نه دي لیدلي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس

ښاغلي ونس زیاته کړه:

«ولسمشر له موږ غوښتي چې د ایران له خلکو سره خپلې اړیکې بدلې کړو، او لاس ور کړو داسې چې د ایران خلکو ته ووايو که ستاسو مشرتابه لیواله وي چې نور د سیمه ایزې بې ثباتۍ لامل نه وي، لیواله وي چې د اټومي وسلو د جوړولو هیلې پریږدي، نو متحده ایالات لیواله دی چې له هغه هیواد سره اړیکې په بنسټیز ډول بدلې کړي. دا یقینا زموږ هدف دی.»

په سویس کې خبرې مازیګر مهال پیل شوې وې او د ایران د فارس اژانس له مخې شاوخوا اتیا دقیقې یې دوام وکړ.

سي ان ان هم د یوه ډپلوماټ په حواله راپور ورکړی و چې د یکشنبې ورځې بحثونه د لبنان په جګړې، د هرمز تنګي په وضعیت او د ایران د یورانیمو په زیرمو باندې متمرکزه وو.

د امریکا او ایران ولسمشرانو تېره اوونۍ په انلاین بڼه د جګړې د ختمولو هوکړه لاسلیک کړه.

تر لومړنۍ هوکړې وروسته د سویس خبرو ته لار هواره شوه.

Your browser doesn’t support HTML5

په سویس کې د امریکا او ایران خبرې پيل شوې