ګارډین: د هرمز تنګي منځنۍ برخه لا هم د ۸۰ سمندري ماینونو له امله بنده ده

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د جمعې په ورځ د تېل‌وړونکو بېړیو د مالکانو د نړیوالې ټولنې (Intertanko)انټرټانکو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د هرمر تنګي منځنۍ برخه لا هم د شاوخوا ۸۰ سمندري ماینونو له امله بنده ده او بېړۍ مجبوره دي چې د دې اوبلارې شمالي او جنوبي مسیرونه وکاروي.

دغه ستراتیژیک تنګی د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل لږ وروسته د سپاه پاسداران له لوري تړل شوی و. امریکا، د اوربند له ټینګېدو وروسته، د ایران د بندرونو سمندري محاصره عملي کړه، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته د امریکا پوځ اعلان وکړ چې دا محاصره یې پای ته رسولې ده.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د هرمز تنګي په اوبو کې د سمندري ماینونو شتون تایید کړی او ویلي یې دي چې د «ځانګړو شرایطو او ځینو امنیتي خطرونو» له امله بېړۍ باید په هغو لارو او وختونو کې تګ راتګ وکړي چې ایران یې ورته ټاکي، څو په تدریجي ډول د تګ راتګ امکانات پراخ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نورو موضوعاتو، «لکه د ماینونو پاکول»، په اړه به د ایران او امریکا د تفاهم‌لیک د پنځم بند له مخې اقدامات وشي.

ګارډین ورځپاڼې د انټرټانکو د ريیس فیل بلچر له قوله لیکلي چې که اوربند دوام هم ومومي، له جګړې مخکې عادي حالت ته د هرمز تنګي د بېرته راتګ لپاره د دغو ماینونو او نورو خنډونو له امله نسبتاً ډېر وخت ته اړتیا ده.