د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سویس ته روان شوي دي.
دوی په داسي حال کې د سویس په لور خوځېدلي چې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند د ایران او امریکا د خبرواترو د بیا پیل کېدو هیلې زیاتې کړې دي.
اسرائیل او حزبالله د جمعې په ورځ له څو ورځنیو سختو نښتو وروسته د اوربند هوکړې ته ورسېدل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا نښتې تر دې وړاندې سویس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د سفر د لغوه کېدو سبب شوې وې او د مذاکراتو د راتلونکي په اړه یې شکونه زېږولي وو.
د اکسیوس د راپور له مخې، ویتکاف سویس ته تللی څو هلته له جرډ کوشنر سره یوځای شي، چې دا مهال په سویس کې دی. همداراز ټاکل شوې چې عباس عراقچي نن (د شنبې په ورځ) سویس ته سفر وکړي.
اکسیوس لیکلي چې دا پرمختګونه ښيي دواړه لوري د تخنیکي خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نیسي، څو یوې دوامدارې هوکړې ته ورسېږي.
رویټرز راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ د ویتکاف د سفر په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي دې خبري اژانس ته ویلي چې د لبنان اوربند د امریکا او قطر په منځګړیتوب او د ایران په همکارۍ ټینګ شوی دی.