د پاکستان صدراعظم شهبازشریف وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک ته نژدې شوې.
هغه د شنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه ولیکل: "موږ تر بل هر وخت د سولې یوې هوکړې ته ډېر نږدې شوي یو." شریف چې هېواد یې د سولې په خبرو اترو کې مهم رول لوبولی زیاته کړه: "تمه کېږي چې وروستۍ هوکړه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې نهايي شي. له هغې سمدستي وروسته پاکستان د سولې د هوکړې د برېښنايي لاسلیک لپاره چمتووالی نیسي او وروسته به راتلونکې اوونۍ په تخنیکي کچه خبرې اترې دوام وکړي."
خو ایران د شنبې په ورځ وویل چې احمتال شته چې راتلونکو ورځو کې له متحده ایالاتو سره د سولې د موافقې چوکاټ لاسلیک کړي، خو د منځګړي پاکستان هغه وړاندیز یې رد کړ چې ګواکې دغه هوکړه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې لاسلیک شي.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ چې د ایراني رسنیو له خوا د احمتالي هوکړې د ځینو جزیاتو په اړه خپاره شوي معلومات ناسم بللي او ویلي و چې هغه د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي، تراوسه د پاکستان د صدراعظم د دغو څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.