د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛افغانستان کې لا هم میلینونه ماشومان کار کوي

یوه افغانه کوچنۍ نجلۍ د خښتو بټۍ کې کار کوي. ارشیف

نن د جون ۱۲ د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې لا هم په میلینونه ماشومان کار کوي، چې شاقه یا درانه کارونه هم په کې شامل دي. په دوی کې ځینې وايي، دا کار د بې وزلۍ له امله کوي او ان زده کړې یې هم ورته پرېښې دي. فعالان او ډاکټران یې بیا د بدو پایلو خبره کوي.

دولس کلن شاکر چې کابل کې یوې ګرځنده کراچۍ کې ایسکریم پلوري ازادي راډیو ته وویل چې خپل څلور کسیزې کورنۍ ته روزي ګټي.

کله سل راته پاتې شي او کله یو نیم سل، خو مجبوري ده، پلار نه لرم
دولس کلن شاکر


دی چې په نرۍ ملا، تنکيو لاسونو، کمزوری وجود، درانه کارونه کوي وايي :" نوم مې شاکر دی، دولس کلن یم، کله سل راته پاتې شي او کله یو نیم سل، خو مجبوري ده، پلار نه لرم، واړه وروڼه راته راترغاړه دي. "

شاکر د کابل د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت ) اوسېدونکی دی، وايي پلار یې دوه کاله مخکې د ناروغۍ له امله مړ شوی، مور یې ده او دوه واړه وروڼه. شاکر وايی ښونځی ترې په دریم ټولګي کې پاتې شوی دی.

دولس کلن یم، تیږې پورته کوم ګدام دی،
سلیمان


د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی سلیمان چې جلال اباد ښار کې د نیمه قیمتي ډبرو په یو ګدام کې کار کوي، هم وايي بې وزلۍ دغه کارته اړ ایستی دی:" دولس کلن یم، تیږې پورته کوم ګدام دی، لس زره افغانۍ مې تنخوا ده، مکتب مې تر شپږمه پورې ویلی، ټول مشکلات دي. "

سلیمان هم وايي، پلار نه لري او د مور او دوه خویندو نفقه ورله غاړې ده.

د ماشومانو د حقونو په نړیوال کنوانسیون کې چې افغانستان هم ورسره په ۱۹۹۴ میلادي کال کې یوځای شوی، په ۳۲ ماده کې یې راغلي، چې ماشومان باید له اقتصادي استثمار څخه وساتل شي او باید داسې کار ته ونه ګمارل شي چې خطرناک وي او د زده کړو خڼد یې شي.

دا ډېره مهمه او حساسه مرحله ده، په دې پړاو کې باید ماشومان درس ووايي،
دوکتور فضل هادي وزین


د زده کړو د حقونو فعال فضل هادي وزین وايي، ماشومان باید په دې عمر کې خپلې زده کړې وکړي، ګني په خبره یې طبیعي ودې نه به پاتې شي: " دا ډېره مهمه او حساسه مرحله ده، په دې پړاو کې باید ماشومان درس ووايي، تعلیم وکړي او ښه وروزل شي، او که دوی د اقتصادي ستونزو او فشارونو له امله کار ته مخه کوي طبعاً چې ماشوم له خپلې طبیعي ودې پاتې کېږي. "

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون ۳۲ ماده دا هم وايي، چې د ماشومانو کار د هغوی جسمي، ذهني، اخلاقي او ټولنیزه سلامتیا هم اغیزمنوي.

کله چې ماشوم درانه کارونه کوي نو سمه وده نه شي کولای
ډاکټر محمد حکیمي


د ماشومانو او داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمد حکیمي وايي، درانه کارونه د ماشومانو په جسمي وده هم خپل اغیز درلودلی شي:" دا د ماشوم د ودې او نمو عمر دی، کله چې ماشوم درانه کارونه کوي نو دا سمه وده نه شي کولای، د ده په قد باندې تاثیر لري، په خبرو کولو یې تاثیر لري، هډوکي یې کمزوري وي، ټول وجود کمزوری کوي، د سترګو کمزوري هم ورسره کېدلای شي، نور هم ډېر تاثیرات لرلی شي د ماشوم په وده شاقه یا درانه کارونه . "

دا چې دا مهال په افغانستان کې څومره ماشومان په کار او په کوم شمیر په درنو کارونو بوخت دي او دغه شان دې وضعیت نه د وتلو لپاره څه پلانونه او پروګرامونه موجود دي، د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې د طالبانو حکومت د سوالګرو د راټولو کمیټې مسوولینو یو شمیر کورنیو رسنیو ته ویلي، کوم سوالګر چې دوی راټول کړي بې سرپرسته ماشومان هم په کې دي، چې ورته د زده کړو او ډودۍ ورکولو زمینه هم برابره شوې ده.

خو یو شمیر سوالګرو ماشومانو بیا ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، دوی ته ویل شوي وو چې د ډوډۍ کارت درکوو خو په خبره یې دا چاره عملي شوې نه ده.

خو د ماشومانو د ساتنې سازمان ( سیف د چلډرن ) په ۲۰۲۳ کال کې ویلي و چې له ۳۸ سلنې زیات افغان ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې ( امکا ) پخوانی مشر معروف قادري ازادي راډیو ته وویل، چې ۲۰۲۵ کال باید په افغانستان کې د ماشومانو د شاقه کارونو د ختمولو ورستۍ کال وای او په دې اړه د تیر جمهوري نظام پر مهال د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ ستراتېژي هم جوړه شوې وه:" د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام پر بنسټ چې افغانستان هم هغه منلی او ورته ژمن و، د دې پروګرام پر بنسټ ټاکل شوې وه چې تر ۲۰۲۵ کال پورې په افغانستان کې په ماشومانو د درنو کارونو کول ختم شي، په دې برخه کې دولت او د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ټولنې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو په همکارۍ پالیسي او ستراتيژي هم جوړه کړې وه."

ښاغلی قادري زیاتوي چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له خوا د بودجې د ورکولو ژمنه هم شوې وه، خو په خبره یې په افغانستان کې د واک په بدلون سره دا ستراتيژي عملی نه شوه.

د ښاغلي قادري په خبره، د دې ستراتېژۍ پر بنسټ باید تر ۲۰۳۰ کال پورې په افغانستان کې په ماشومانو کار بیخي له منځه تللی وای.

نن د جون ۱۲ د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ۲۰۰۲ کال کې د کار نړیوال سازمان له خوا رامنځته شوه چې هدف یې، د ماشومانو د کار ستونزو او ورته د حل لارو موندلو موضوع ته د نړۍ پام اړول وو.