لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له اداري خنډ سره مخ شوی

بروکسل کې د اروپايی کومیسیون دفتر

لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له ادارې خنډ سره ځکه مخ شوی چې د پلاوي غړو تراوسه د ویزو لپاره غوښتنلیکونه نه دي سپارلي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت یوویاند یوراکتیف رسنۍ ته ویلي چې تراوسه یې د طالبانو د پلاوي د غړو لخوا د ویزې غوښتنلیکونه نه دي ترلاسه کړي.

د اروپايی کومیسیون په بلنه د کډوالو په هکله د "تخنیکي خبرو" لپاره دغه لیدنه ښايي روانه میاشت ترسره شي.

دغه بلژیکي چارواکي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي به دپلاوي مشري کوي.

د بروکسل څخه د طالبانو د پلاوي احتمالي لیدنه د اروپايي پارلمان د غړو ، نا دولتي سازمانونو اونورو اروپايي سیاستوالو له انتقادونو سره مخ شوې ده.

دوی وايي چې دا ډول تعامل او اړیکې ښايي د طالبانو رژیم ته چې له بشري حقونو څخه په شدیدو سرغړونو تورن دی مشروعیت ورکړي.

خو د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د اروپايي اتحادیې لخوا د بلل شویو مېلمنو مخنیوی به یو خطرناک دود (سابقه) رامنځته کړي.