کارپوهان کابل کې دافغان او امریکايي سوداګرو د وروستیو خبرو په هکله وايي افغانستان کې لویې امریکايي پانګونې مناسب سیاسي بستر ته اړتیا لري

( له ښۍ خوا ) سید کریم هاشمي ، جیفري کریګو ، کابل کې د افغان او امریکايی سوداګرو د غونډې تصویر

د افغانستان او متحدو ایالاتو سوداګرو په کابل کې وروستۍغونډه کې داقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي خو کارپوهان وايي افغانستان کې د امریکا لویې پانګونې مناسب سیاسي بستر ته اړتیا لري.

اقتصادي کارپوهان کابل کې دافغان او امریکايي سوداګرو د وروستیو خبرو په هکله وايي د افغانستان او امریکا ترمینځ پخوانۍ دودیزه سوداګري دوام لري خو افغانستان کې لویې امریکايي پانګونې مناسب سیاسي بستر ته اړتیا لري.

د ایکو داقتصادي همکاریو د سازمان د سوداګرۍ د خونو پخواني مشر اذرخش حافظي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کابل کې د افغان او امریکايي سوداګرانو وروستیو غونډو کې د افغان سوداګرو غوښتنه دا وه چې امریکايي لوری وکولای شي امریکايي پانګوال افغانستان سره مشارکت او پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلی حافظي زیاتوي چې افغانستان کې لویه امریکايي پانګونه مناسب سیاسي بستر ته اړتیا لري او اوسمهال د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري تردیرشو ملیونو ډالرو هم نه رسیږي.

د افغانستان د سوداګرو لخوا لاسي صنایع ، قیمتي ډبرې ، او وچې میوې صادریږې هلته او دا لړۍ د خصوصي سکتور د ابتکار په بنسټ جاري ده
اذرخش حافظي


" د افغانستان د سوداګرو لخوا لاسي صنایع ، قیمتي ډبرې ، او وچې میوې صادریږې هلته او دا لړۍ د خصوصي سکتور د ابتکار په بنسټ جاري ده اما د نورو هیوادونو په پرتله ډیره لږ ده. "

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي کابل کې د یادې خونې د رئیس سید کریم هاشمي او دافغانستان-امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې د رئیس جیفري ګریکو ترمینځ د سه شنبې غونډه کې داقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي هاشمي په غونډه کې د دواړو هیوادونو د سوداګرانو ترمینځ د لانږدې همکاریو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادي او په دې برخه کې د هڅو غوښتنه کړې.

نوموړي د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورنو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو ، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د امریکا او نورو نړیوالو بازارونو ته د صادراتو د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی.

په مقابل کې ښاغلي جیفري ګریکو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی څرګند کړی او ویلي دي چې یو شمېر امریکايي شرکتونه د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا لري.

د جرمني د اقتصاد او بهرنۍ سوداګرۍ د ودې د فدرالي اتحادیې (BWA) د افغانستان د څانګې مشر محمد یونس مهمند وايي امریکايي سوداګر کولای شي افغانستان کې د معادنو ترڅنګ د انرژۍ او کرنې په برخو کې هم پانګونه وکړي.

دامریکا تجاران د نړۍ په سطحه با تجربه تجاران دي چې کولای شي په افغانستان کې له نږدې څخه کار وکړي
محمد یونس مهمند


" دامریکا تجاران د نړۍ په سطحه با تجربه تجاران دي چې کولای شي په افغانستان کې له نږدې څخه کار وکړي په زراعتي چارو کې ، دبرق په چارو کې او په معدني چارو کې. "

د اعلامیې په اساس ، د افغانستان-امریکا د ګډې سوداګرۍ د خونې رئیس جیفري ګریکو کابل کې سوداګرو سره غونډه کې ویلي چې د امریکايي سوداګرو او پانګوالو یو ستر پلاوی د ازبکستان په یوه اقتصادي پروګرام کې ګډون کوي او د افغانستان د پانګونې خونې عمومي رئیس ته یې بلنه ورکړې څو له یاد پلاوي سره لیدنه وکړي او د افغانستان د پانګونې فرصتونه او اقتصادي همکارۍ ورسره شریکې کړي.

د افغانستان-امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د مرکزي بانک له چارواکو سره هم لیدلي دي.

په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته واشنګټن له کابل سره دیپلوماتیکې اړیکې پریکړي او ددواړو لورو ترمینځ په وروستیو کلونو کې خبرې اکثر د امنیتي مسایلو او د بندیانو د خوشې کیدو په هکله وې.

د افغانستان-امریکا دګډې سوداګرۍ د خونې مشر په داسې مهال د کابل لیدنه کوي چې د پاکستان لور ته د افغانستان سوداګري لارې او ګودرونه اته میاشتې کیږي چې تړل شوي او افغان سوداګرو منځنۍ اسیا او د ایران بندرونه ته مخه کړې.