ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جون په یولسمه پرخپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال ولیکل" متحده ایالات به پرایران برید وکړي ... ډیرقوي نن شپه".
نوموړي همدارنګه ګواښ وکړچې د خارګ ټاپو چې د ایران د تیلو د صادراتو اساسي مرکز دی، په ګډون به د ایران د تیلو بنسټیز تاسیسات ترولکې لاندې راولي.
ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو راتلونکې په یوه انډول پورې تړلې، هغه هم وروسته له هغې چې ایران ادعا وکړه چې د هیواد پرځینو هدفونو د امریکا د تیرې شپې له بریدونو وروسته یې د هرمزتنګی په بشپړ ډول تړلی دی.
متحده ایالات به پرایران برید وکړي ... ډیرقوي نن شپهډونالد ټرمپ
ایران خبرداری ورکړ چې هره کشتۍ چې له دې ستراتیژیکې سمندري لارې د تېرېدو هڅه وکړي، تر برید لاندې به ونیول شي.
ایراني دولتي رسنیو د ایران د سپاه پاسداران له قوله وروسته خبر ورکړ چې پردوو کشتیو برید شوی دی.
خو د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام د ایران دغه ادعاوې ردکړي او ویلي یې دي چې سوداګریزې کشتۍ لا هم د اوبو له دې مهمې لارې چې د نړۍ د تېلو او ګازو شاوخوا یوه پنځمه برخه ترې تېرېږي، تګ راتګ کوي.
په سیمه کې وروستی کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې امریکا پرایران د بریدونو یوه نوې لړۍ ترسره کړه چې په ترڅ کې یې د دې هیواد د پوځي څارنې وړتیاوې، مخابراتي سیسټمونه، استخباراتي تأسیسات او د هوايي مدافعې مرکزونه په نښه کړل. واشنګټن وویل چې دغه هدفونه د امریکايي ځواکونو او د نړیوالو کشتیو لپاره ګواښ بلل کېدل.
ایران په ځواب کې په بحرین او کویټ کې پر هغو هدفونو چې له امریکا سره تړاو لري، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
سپاه پاسدران انقلاب ځواک وویل چې د کویټ د علي ال سالم او احمد الجابرهوایي اډو او د بحرین د شیخ عیسي هوایي اډې په ګډون په سیمه کې اتلس هدفونه ویشتلي دي.