د طالبانو یو پخوانی قوماندان، امریکا کې په ۴۲ کلونو بند محکوم شو

واشنګټن کې دامریکا د عدلیه وزارت ودانۍ، ارشیف

د امریکا عدلیه وزارت وايي د طالبانو یو پخوانی قوماندان د «ترهه ګرۍ»اړوندو جرمونو په تړاو، په ۴۲ کلونو بند او ۵ کلونو تر نظارت لاندې ازادۍ محکوم شو.

اعلامیه زیاتوي چې ۵۰ کلن حاجي نجیب الله ته د «یو امریکایي خبریال او دوو افغان وګړو د یرغمل نیونې» په تړاو سزا واورول شوه.

دغه پېښه په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې شوې وه.

حاجي نجیب الله د هغو طالب جنګیالیو د مشرۍ له امله هم محکوم شوی چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې پر امریکایي سرتېرو بریدونه کړي ، چې له امله یې یو شمېر امریکایي پوځیان وژل شوي وو.

د امریکا د عدلیې وزارت اعلامیه وايي نوموړي تیرکال په خپلو جرمونو اعتراف کړی و.

سرپرست لوی څارنوال، ټاډ بلانش ویلي «هغه کسان چې امریکایانو ته زیان رسوي او په ترهګریزو اعمالو کې لاس لري، هر څومره وخت چې ونیسي، تعقیبېږي او د عدالت منګولو ته سپارل کېږي.»