د کابل اوسېدونکې زحل وایي، په ټولنیزو شبکو کې د کارموندنې لپاره جوړو شویو یو شمیر پاڼو یا اکونټونو دوی ته سرګردانۍ پیدا کړې دي.
"زه خپله دا تجربه لرم، څو ځایه مې چې ( سي وي ) ورکړې کوم ځواب مې نه دې ترلاسه کړی."
دا د دې لامل شوی چې خلک نور په دې پاڼو اعتبار ونه کړي، ان که اوس کاري فرصت په رېښتینی ډول هم موجود وي، څوک باور پرې نه کوي
زحل وړاندې ازادي راډیو ته وویل، تر ډیره دا پاڼې په فیس بوک کې جوړې شوې دي:" په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیس بوک کې، ځیني پاڼې دي چې د کارموندنې اعلانونه خپروي، نو دا چې خلک وزګاره دي هڅه کوي چې ځانته دنده پیدا کړي او خپلې (سي وي) ګانې ورلېږي خو هیڅ نتیجه نه اخلي، کومه تیلفوني اړیکه نه ترلاسه کوي، دا د دې لامل شوی چې خلک نور په دې پاڼو اعتبار ونه کړي، ان که اوس کاري فرصت په رېښتینی ډول هم موجود وي، څوک باور پرې نه کوي."
نوموړې وايي، مخکې یې د ښوونکې په توګه په یوه دولتي ښوونځي کې دنده ترسره کوله خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته وزګاره شوې، انګریزي ادبیاتو کې ماسټري لري خو په بیا دندې پیدا کولو کې تر اوسه پاتې راغلې ده.
طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته یو شمیر دولتي بنسټونه ړنګ کړل، یو شمیر یې هم واړه کړل چې پراخ تنقیصات په کې رامنځته شول او په ترڅ کې یې په ځانګړي ډول ښځې دیرې په کور کښینول شوې.
د غزني ولایت یو اوسېدونکی اسدالله هم ورته خبره کوي، خو دی بیا وايي چې په واتساپ کې داشان چینلونه جوړ شوي دي:" په دې ورستیو کې په واتساپ کې ډېر داسې ګروپونه جوړ شوي دي، چې د مختلفو دندو اعلانات خپروي او کله چې خلک خپل غوښتنلیکونه ورته وړاندې کړي یا معلومات خپل شریک کړي نو بیا د اعلان کوونکي هیڅ درک نه معلومېږي او نه هم ورسره بېرته اړیکه نیول کېږي. "
د ټنکنالوژۍ متخصصان وایي، د دندو جعلي پاڼې د انټرنیټي غلو له خوا جوړېږي او هدف یې له خلکو د پیسو اخیستل دي
ازادي راډیو هم هڅه وکړه چې لا اقل له درې دغو اکونټ جوړونکو سره چې خپلې واتسپ شمیرې هم اعلان کړي په راپور کې د مرکه شویو کسانو د شکایتونو او اندېښنو په اړیکه ونیسي خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ.
د ټنکنالوژۍ متخصصان وایي، د دندو جعلي پاڼې د انټرنیټي غلو له خوا جوړېږي او هدف یې له خلکو د پیسو اخیستل دي.
دا چې ځوانان څنګه ځان له دغې ستونزې وژغوري، د ټولنیزو شبکو یو شمیر فعالان ورته سپارښتنې لري.
له دې ډلې عنایت صافي ازادي راډیو ته وویل: " مخکې له دې چې ځوانان خپل غوښتنلیکونه دندو لپاره لېږي نو باید وګوري چې دغه اداره یا سازمان رسمي دی که نه، د رېښتیني سازمانونو ایمیلونه اکثراً په ( داټ اور ار جي ) باندې ختمېږي، یا په (ډات اې ډي او) باندې ختمېږي او یا هم په ( ډات اې ایف) چې په افغانستان کې دي، خو هغوی چې د اعلان لپاره یا دا چې دیټابیس جوړوي او د خلکو (سي وي) ګانې راټولوي د هغوی بیا د جیمیل یا یاهو ادرسونه وي، او همدارنګه باید وګوري که په رسمي پاڼو کې اعلان شوی وي دا واقعت لري، خو که د واتسپ چینلولو له لارې کېږي یا په فیسبوک یا هم انستاګرام یا په ټوله کې سوشیل میډیا کې او دا ورسره لیکل شوي وي چې کاري تجربې ته اړتیا نشته او تاسې کولای شئ هر وخت غوښتنلیک راولېږئ، دا بیا سم نه وي او ځوانان دې کوشش وکړي چې په دې وخت ضایع نه کړي. "
په دې اړه نور:
انټرنیټي کیسه بري (غلا)د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره بیکاري ډیره پراخه شوې او ډېرې خلک په ځانګړي ډول ځوانان د کار په لټه کې سرګردانه دي.
داسې ادعاوې هم شوي چې د طالبانو حکومت د پخوانیو کارکوونکو پر ځای خپل نږدې کسان په دندو ګمارلي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
ډېری افغانان ځوانان د کار د نه شتون له امله په ناقانونه توګه او سختو لارو نورو هیوادونو ته کډوال کېږي چې په لاره او هم میشتو هیوادونو کې له زړه بوږنوکو پېښو سره مخ شوي دي چې تر ټولو ورستۍ یې، اوونۍ مخکې د ایټالیا د سویل په کالابریا سیمه کې په یو موټر کې د درې افغان کارګرانو ژوندي سوځول وو.
د ایتالیا هیواد د دې پیښې په تور دوه کسان نیولي او ویلي، چې څېړنې ترې روانې دي.