د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل په هرات کې د معترضینو په وړاندې د طالبانو د ځواکونو د ډزو په غبرګون کې ویلي چې د لاریون کوونکو پر ضد د مرمیو کارول، په افغانستان کې د سوله ییز اعتراض، د بیان د آزادۍ او د ښځو د حقونو پر وړاندې برید بلل کېږي.
هغه کسان چې په سوله ییز ډول اعتراض کوي باید په تاوتریخوالي او مرمیو سره ځواب نه شي.
د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (د جوزا ۱۹مه) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، هغه کسان چې په سوله ییز ډول اعتراض کوي باید په تاوتریخوالي او مرمیو سره ځواب نه شي.
دې بنسټ همدارنګه له طالبانو غوښتي چې د لاریون کوونکو پر ضد د زور کارول ودروي، نیول شوي کسان خوشې کړي او د تګ راتګ ازادي، د بیان ازادي او د سوله ییزو غونډو د حق په ګډون د ښځو او نجونو حقونو او آزاديو ته درناوی وکړي.
په عین حال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دی هغو راپورونو چې ښيي د هرات په کوڅو کې له زور څخه کار اخیستل شو، ډیراندیښمن کړی.
هغه زیاته کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو، د بیان ازادۍ ته د درناوي او د هر ډول زیان او غیرقانوني کړنو په وړاندې د حساب ورکولو غوښتونکی دی.
د هرات په جبرییل سیمه کې اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له لوري ښځې او نجونې د شرعي حجاب یا چادري د نه لرلو په تور ونیول شوې.
د جبرییل سیمې ځايي سرچینو ادعا کړې چې د یوشمیرکسانو له خوا د سې شنبې د ورځې لاریون د طالبانو د ځواکونو له سخت چلند سره مخ شو.
یوه عیني شاهد چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل هویت یې څرګند شي ویلي چې د لاریون کوونکو له تیت او پرک کیدو وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو په کوڅو او شاوخوا سړکونو کې د ګډونوالو لټون پیل کړ او یو شمېر یې ونیول.
یوه بل عیني شاهد ازادي راډیو ته ویلي چې تر اعتراض وروسته د هرات په جبرییل سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او طالبان خلک په سړکونو کې تلاشي کوي او د هغوی موبایل ټیلیفونونه هم ګوري.
همدارنګه رویټرز خبري اژانس د شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي او لسګونه کسان، چې ښځې او نجونې هم پکې شاملې دي، نیول شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې دا مرګ ژوبله یا نیونې نه دي تایید کړې.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا شمېرې نه شي تاییدولای.
د هرات د پولیسو ویاند سعید مسعود حسینی له فرانسپرس خبري آژانس سره په خبرو کې د هر ډول وسلو کارول رد کړي او لاریون کوونکي یې تورن کړي چې غوښتل یې "عامه نظم ګډوډ کړي."
هغه همدارنګه ویلي چې خلکو “د حجاب د مراعت په تړاو د اعتراض تر نوم لاندې د راټولېدو او د کړکېچ رامنځته کولو هڅه وکړه."
د نوموړي په وینا: "د امنیتي ځواکونو د پر وخت حضور سره وضعیت بشپړ کنټرول او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیول شوه."
په دې اړه نور:
ریچارډ بېنیټ: په هرات کې د سوله ییزو لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو اندېښمن کړی یمیوشمیر ښځو او نجونو له رادیو ازادي راډیوسره په خبرو کې ادعا کړې چې د حجاب یا چادري د نه لرلو له امله د ښځو نیول د همدې اونۍ د شنبې له ورځې راهیسې پیل شوي دي.
همدارنګه څو باخبره سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپورکې خپاره شي، ادعا وکړه چې د جمعې په ورځ د هرات په ځینو جوماتونو کې امامانو د جمعې په خطبو کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې ښځې باید هغه څه چې "اسلامي حجاب" بلل کېږي مراعات کړي؛ که نه نو له قانوني اقدام سره به مخ شي، چې پکې نیول او زنداني کیدل هم شامل دي.
په همدې حال کې، د طالبانو حکومت ته نږدې رسنۍ "حریت" د دوشنبې په ورځ (د جوزا ۱۸مه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند سیف الاسلام خیبر له قوله د هرات د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او هغه یې "بېاساسه اوازې" بللې دي.
له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، پرنجونو او ښځو یې ډیر محدودیتونه لګولي چې د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو بنسټونو هغه له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې بللې دي.