د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل د هغو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړې چې وایي په هرات کې د طالبانو سرتیرو د معترضینو پریوه لاریون ډزې کړي دي. د امنیستي انټرنشنل د جنوبي آسیا څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، د راپورونو له مخې د طالبانو لخوا د لاریون کوونکو پر ضد د مرمیو کارول، په افغانستان کې د سوله ییزو لاریونونو د حق، د بیان ازادۍ او د ښځو د حقونو پر وړاندې د دوی د روانو بریدونو یو خطرناک زیاتوالی دی.
امنیستي انټرنشنل وایي، هغه کسان چې په سوله ییز ډول اعتراض کوي باید هېڅکله له مرمیو او تاوتریخوالي سره مخ نه شي. د دې سازمان په خبره طالبان باید سمدستي د سوله ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې د غیرقانوني زور کارول بند کړي، نیول شوي کسان خوشې کړي، او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. د راپورونو له مخې په هرات ولایت کې د سې شنبې د ورځې لاریون د طالبانو له خوا د بد حجابۍ په تورد نیول شویو ښځو په غبرګون کې شوی دی. یوشمیررسنیو د څوتنو د نیول کیدو او یوشمیرنورو د ټپي کیدو راپورونه ورکړي دي خو ازادي راډیو یې کره والی او شمیرنشي تاییدولی.