ریچارډ بېنیټ: په هرات کې د سوله ییزو لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو اندېښمن کړی یم

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، په هرات ولایت کې په ظاهرا د سوله ییزو لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو اندېښمن کړی.

د افغانستان یو شمیر کورنیو رسنیو او فعالان نن سه شنبې د هرات په جبراییل سیمه کې د لاریون خبر ورکړ او ویډیوګانې یې هم ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

ویل کیږي چې طالبانو د معترضانو په وړاندې له زور او ځواک څخه کار اخیستی او ډزې یې کړې دي.

خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام په یوه غږیز پیغام کې د محتسبان له خوا په هرات ولایت کې د ښځو نیول شایعات او اوازې بللي دي.

دغه پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون خپور کړی دی.

د څو معترضانو د ټپي کیدو راپورونه هم خپاره شوي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

بېنیټ نن پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، د تاواتریخوالي مسول کسان باید حساب ورکړي.

هغه وړاندې ویلي،"اوس د دې وخت دی چې تاواتریخوالی کم شي، خلکو ته د بیان ازادي ورکړل شي د ښځو په ګډون ټولو ته باید احترام وشي او د تاوتریخوالی مخنیوی وشي".

په هرات ولایت کې د نن ورځې لاریونونه د طالبانو له خوا د حجاب په اړه د ښځو د نیولو په غبرګون کې شوي دي.

د هرات اوسیدنکې ادعا لري چې د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهې المنکر کارکوونکو په وروستیو کې د دوی په ټکو د "ناسم حجاب" له کبله د ښځو د نیولو لړۍ پیل کړې وه.

په دغه ولایت کې یو شمیر ښځو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلی چې د حجاب او ماسک درلودلو سره د طالبانو له خوا نیول او ځورول کیږي.