په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی جفري بارتوس وايي، د طالبانو له خوا د "یرغمل نیونې ډیپلوماسي" لا هم دوام لري.
هغه پرون دوشنبې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د دغې شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو "ناعادلانه" نیول وغندي.
د هغه په ټکو، په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب د امریکایي وګړو ساتنه او د ملي امنیت ټينګښت دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې پنځه امریکايي وګړي د طالبانو له بنده راخوشي شوي دي.
د راپورونو له مخې لا هم دوه امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.
افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې ونیول شو.
د هغه کورنۍ ادعا کوي چې حبیبي د طالبانو استخباراتو نیولی دی.
طالبان د حبیبي د نیولو په اړه بې خبري ښيي.
د راپورونو له مخې، یو بل امریکايي وګړی هم چې هویت يې په ډاګه شوی نه دی د طالبانو په بند کې دی.