په یمن کې حوثیان: په سره سمندر ګي کې د اسراییلي کشتیو تګ راتګ منع دی

په یمن کې حوثي یاغیانو، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، د دوشنبې په ورځ پر اسراییل د توغندويي برید خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د سره سمندرګي له لارې د اسراییلي کشتیو تګ راتګ منع کوي.

حوثیانو د اسراییل او حماس د جګړې پر مهال څو ځلې د اوبو په ډې مهمه لاره کې سوداګریزې کشتۍ په نښه کړې وې او ګڼ شمېر ترانسپورتي شرکتونه یې اړ کړي وو چې د افریقا د وچې له جنوبي برخې څخه اوږده بدیله لاره غوره کړي.

دا ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرمز تنګی، چې د فارس خلیج اصلي تګلاره او د سیمې د هېوادونو د انرژۍ د صادراتو مهمه لار ده، د ایران په وړاندې د اسراییل او امریکا د جګړې په ترڅ کې د ایران له خوا تړل شوی دی.

د حوثیانو په اعلامیه کې راغلي: "موږ په سره سمندر ګي کې د اسراییل د سمندري تګ راتګ پر وړاندې بشپړ او هر اړخیز بندیز اعلانوو" او "د دې اعلامیې له خپرېدو سره سم، د دښمن ټول خوځښتونه زموږ د وسله ‌والو ځواکونو لپاره مشروع پوځي هدفونه ګڼل کېږي."

حوثیان، چې د مارچ په میاشت کې د ایران په ملاتړ د منځني ختیځ جګړې ته داخل شول، د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند له پیل راهیسې تر اوسه د اسراییل پر ضد د کوم توغندویي برید ادعا نه وه کړې.

د اسراییل پوځ مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي وو: "له یمن څخه د اسراییل خاورې پر لور د یوه توغندي توغول کېدل تشخیص شوي او د هوايي دفاع سیسټمونه د دې ګواښ د شنډولو لپاره په عمل بوخت دي."