پر اسراییل د ایران توغندیز برید او د ټرمپ غبرګون

پر اسراییل د توغندیز برید یو انځور

د یکشنبې په ماښام په اسراییلو باندې د ایران د توغندیو د برید له اعلان وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس له خبریال سره په یوه تلیفوني مرکه کې وویل: "زه همدا اوس بي بي (بنیامین نتانیاهو) ته زنګ وهم او ورته وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی. اسراییل خپل برید کړی او ایران خپله حمله کړې. د بل برید اړتیا نشته."

ډونالډ ټرمپ په مرکه کې زیاته کړه: "د ایران بریدونو هیچا ته زیان نه دی رسولی. زه هیله لرم چې اسراییل غچ وانخلي. که بي بي (بنیامین نتانیاهو) ځواب ورکړي، نو دا به دوام ومومي لکه په تیرو ۴۷ کلونو کې، یا حتی په تیرو ۳۰۰۰ کلونو کې او همداسې به دوام ومومي."

ټرمپ زیاته کړه: "موږ له ایران سره وروستۍ معاملې ته ډیر نږدې یو. دا به یوه ښه معامله وي. زه نه غواړم چې دا بهیر د هغه څه له امله چې اوس پیښیږي له منځه لاړ شي."

دا پیښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې اسراییلي پوځ د بیروت په سویل کې د ضاحیه سیمه په نښه کړه، او ایران ګواښ وکړ چې د برید ځواب به ورکړي.

یوې ایراني سرچینې هم رویټرز ته وویل چې "ایران به د اسراییلو هر برید ته په ډیر سخت ځواک سره ځواب ورکړي."

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې تر دې دمه یې د ایران لخوا توغول شوي ټول توغندي شنډ کړي دي.