طالبان وايي فرشتې عمادي ځان زندۍ کړی؛ مخکې ویل کېدل چې وسله والو هغه وژلې

د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې چې کابل کې مړه شوې

طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د کارکوونکې فرشتې عمادي د مړینې په اړه تر لومړنیو پلټنو وروسته ویلي چې هغې ځان وژنه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې : د لومړنیو څېړنو په اساس د پنځلسمې حوزې اړوند یوې سیمه کې فرشتې ځان زندۍ کړی.

هغه ویلي د پېښې نور جزییات د عدلي طب د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته خپرېږي.

ځدراڼ ادعا کړې چې په ځینو رسنیو کې په دې اړه [آوازې] ناسمې دي.

فرشته عمادي د ملګرو ملتونو کارکوونکې وه چې د مرګ خبر یې یونسیف د جمعې په ورځ تایید کړ.

په رسنیو کې د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو په حواله راغلي و چې فرشته عمادي د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوې.