ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خلاصون لامل نشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خوشې کیدو لامل نشي.

ولسمشر ټرمپ له ان بي سره په یوه مرکه کې چې یکشنبه خپره شوه د ایران کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې وویل: «که چېرته مناسب چلند وکړي بیا به یې په اړه خبرې وکړو.»

دا وروسته له هغه چې د ایران د رهبر پوځي سلاکار محسن رضايي د جمعې په ورځ له سي ان ان CNN سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې هوکړې ته د رسېدو لپاره باید امریکا د ایران ۲۴ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني خلاصه کړي.

ټرمپ دا هم وویل که تهران د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته ورسیږي نو واشنګټن به له ایران سره د خورا غني شویو یورانیمو د زیرمو د راټولولو او له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د ایران د اټومي فعالیتونو د څارنې وړتیا لري.