د امریکا د استازو جرګې له څو میاشتو ځنډاو اختلافاتو وروسته اوکراین ته د پراخې مرستې لایحه تصویب کړه

د استازو د جرګې جمهوري پلوی غړی دان بیکون د جون په ۴ مه د اوکراین دملاتړ د قانون له تصویب وروسته د کانګرس مخې ته خبرې کوي.

د متحدو ایالاتو د استازو جرګې د دواړو ګوندونو د همکارۍ په یوه نادره بیلګه کې او د ولسمشر ټرمپ دادارې په تګلارې د نیوکې په توګه، اوکراین سره د مرستو او پر روسیې د بندیزونو یوه پراخه لایحه تصویب کړه.

په رای اخیستنه کې د استازو د جرګې ۱۸ جمهوري غوښتونکي غړي ډیموکراټانو سره یوځای شول او هغه قانون یې تصویب کړ چې د جمهوري غوښتونکو مشرتابه هڅه کوله جرګې ته د بحث او رای اخیستنې لپاره وړاندې نه شي.

د « اوکراین د ملاتړ قانون « چې د استازو په جرګه کې یې له څو میاشتو راهیسې مقاومت کیده ، په ۲۲۶ موافقو او ۱۹۵ مخالفو رایو تصویب شو.

ددغه قانون تصویب څرګندوي چې د ځینو جمهوري غوښتونکو ترمنځ د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ د چلند او پالیسۍ په هکله اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

دغه لایحه چې د پنجشنبې په ورځ تصویب شوه اوکراین ته څه دپاسه ۱ ملیارډ ډالر مرسته ، د پوځي تمویل لپاره ۸ ملیارډ ډالر پورونه ، د بیارغونې دهلوځلو ملاتړ ، او بالتیک سیمه کې متحدینو سره مرسته مني او د روسیې د انرژۍ ،کانونو، حکومتي او مالي سکتورونو باندې نوي بندیزونه لګوي.