اوکراین او مولدوا به له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کیدو خبرې پیل کړي

(له چپې خوا )، د اوکراین بهرنیو چارو وزیر اندری سیبیها او د مولدوا بهرنیو چارو وزیر میهای پوپسوی

وروسته لدې چې د اوکراین او هنګري دیپلوماتان د هنګري اقلیت د حقوقو په اړه یوې موافقې ته ورسیدل ، اوکراین او مولدوا ته بلاخره لاره اواره شوه چې دروانې میاشتې پای کې اروپايي اتحادیې سره د یوځای کیدو خبرې پیل کړي.

د هنګري پخواني حکومت په تیرو دوو کلونو کې ددغو خبرو مخه نیولې وه.

دا خبر دقبرس لخوا چې اوسمهال د اروپا دشورا شپږ میاشتنی دوره ای ریاست یې په غاړه دی اعلان شو.

قبرس وویل چې نن یې د اوکراین او مولدوا د غړیتوب د مذاکراتو د لومړۍ مرحلې د رسمي پرانیستلو لپاره امادګي پیل کړه.

اوکراین او مولدوا چې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب لپاره غبرګې هلې ځلې کوي هیله لري چې اتحادیې سره دیوځای کیدو ټول شپږ مراحل سملاسي پیل شي خو بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته وویل چې احتمال شته چې یواځې د لومړۍ مرحلې مذاکرات په جون میاشت کې او پاته نور دروان ۲۰۲۶ کال وروسته میاشتو کې پیل شي.

د اروپايي اتحادیې دغړیتوب د پراختیا برخه کې د ټولو ۲۷ غړو هیوادونو اجماع ضروري ده.

اوکراین او مولدوا په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب لپاره کاندید شوي.