ولسمشر ټرمپ د استازو جرګې هغه رایه چې حربي صلاحیتونه یې محدودي وغندله

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ، د امریکا د استازو جرګې هغه رایه وغندله چې د ولسمشر حربي صلاحیتونه محدودوي او دا اقدام یې «بې‌معنا» او «غیر وطنپال» وباله.

استازو جرګې،د څلورو جمهوري غوښتونکوغړو په ملاتړ چې له ډیموکراتانو سره یوځای شول، دغې طرحې ته چې تر ډېره سمبولیکه بڼه لري رایه ورکړه.

ولسشمر دونالد ټرمپ په غبرګون کې وویل چې دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره نهايي خبرې اترې روانې دي، او استازي پوهېږي چې مذاکرات په کوم پړاو کې دي.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیل» کې ولیکل: «څوک به داسې غیر وطنپال کار وکړي؟»

د امریکا ولسمشر د استازو د جرګې په هغو غړو چې ددغې طرحې ملاتړ یې کړی سخته نیوکه وکړه.

د استازو په جرګه کې دغه طرحه په ۲۱۵ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو تصویب شوه.