د کابل اوسېدونکې ۱۷ کلنه صدف وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې د خپلو غاښونو د بېنظمۍ د درملنې لپاره ارتوډنسي یا په اصطلاح «د سیمانو په وسیله د غاښونو د تنظیم» درملنه پیل کړې ده.
دا وايي، اوس نه یوازې غاښونه یې منظم شوي، بلکې د خوړو په ژولو او خبرو کولو کې هم ځان ډېره راحته احساسوي:"درې کاله کېږي چې ډاکټر مې له غاښونو سیمان تاو کړي دي. ډېرې پاملرنې او پاکوالي ته اړتیا لري، خو اوس زما غاښونه ښکلي شوي، هم خواړه ښه ژولای شم او هم ښې خبرې کولای شم."
د غاښونو بېنظمي، د خوړو په ژولو او خبرو کولو کې ستونزې، او په ژامو کې اختلالات هغه ستونزې دي چې ګڼ خلک ورسره مخ دي. د ارتوډنسۍ متخصصین وایي چې ارتوډنسي د دغو ستونزو د درملنې او دغه شان د منظمو غاښونو او ښکلې موسکا لپاره یوه ښه حل لاره ده.
د ارتوډنسۍ متخصص ډاکټر احمد نثار فروتن ازادي راډیو ته وویل چې ارتودنسي د غاښونو د طب (سټوماتولوژۍ) یوه برخه ده او هغه کسان چې د غاښونو او ژامې ستونزې لري، تر نورو ډېر دې درملنې ته اړتیا لري."د ارتوډنسۍ اصلي موخه ناروغانو ته د ښکلا بیا راګرځول دي. سربېره پر دې، بېنظمه غاښونه د خرابېدو او زیانمنېدو له خطر سره هم مخ وي او د ژولو دنده هم په سمه توګه نه شي ترسره کولای. نو ارتوډنسي نه یوازې ښکلا رامنځته کوي، بلکې د غاښونو دندې هم بېرته سموي او د غاښونو او شاوخوا نسجونو د زیان مخه نیسي."
ډاکټر فروتن، چې دې برخه کې له پنځو کلونو زیاتې تجربه لري، وایي د ارتوډنسۍ د درملنې موده د ستونزې له ډول، د ناروغ په عمر او د هغه د همکارۍ په کچې پورې تړاو لري:"که دیو ناروغ یوازې د یوه غاښ حرکت ته اړتیا وي، کېدای شي په دوو میاشتو کې د متحرکو وسایلو په وسیله مطلوبه پایله ترلاسه شي. خو که له ټولو غاښونو د سیمانو تاوولو ته اړتیا وي، درملنه ښايي له څو میاشتو تر دوو یا دریو کلونو پورې دوام وکړي. دا موده د غاښونو د بېنظمۍ شدت، د غاښونو د حرکت اړتیا، د ناروغ عمر، او د ډاکټر په مهارت، وسایلو او تخنیک پورې اړه لري."
د نوموړي په وینا، که څه هم ارتوډنسي په کم عمر کې ژر نتیجه ورکوي، خو لویان هم د اړتیا په صورت کې له دې درملنې ګټه اخیستلای شي.
د کابل اوسېدونکی ۳۳ عارف وایي مخکې یې فکر کاوه چې ارتوډنسي یوازې د غاښونو د ښکلا لپاره ترسره کېږي، خو وروسته پوه شو چې دا طریقه د غاښونو د ځینو ستونزو د لرې کولو لپاره هم اغېزمنه ده."زما درې، څلور غاښونه کاږه وو. ډاکټر ته ولاړم، هغه راته معلومات راکړل او ویې ویل چې غاښونه مې باید د سیمانو په وسیله تنظیم شي، ځکه چې غاښونه کاږه وو او ځینې برخې یې له کتاره مخکې او وروسته شوې وې."
ډاکټر فروتن، چې د درملنې تر څنګ په کابل کې د غاښونو د طب ډاکټرانو او محصلینو ته د ارتوډنسۍ تخصصي ورکشاپونه هم جوړوي، وایي چې د دې درملنې په اړه د خلکو پوهاوی لا هم کم او د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د ارتودنسۍ د متخصصینو کمښت محسوس دی.
دی زیاتوي چې د عامه پوهاوي لوړول او د ارتوډنسۍ د تخصصي خدمتونو پراخول په افغانستان کې د غاښونو او ژامې د ستونزو د ښه تشخیص او درملنې لپاره ډېر مهم دي. د نوموړي په وینا، که څه هم په افغانستان کې د ارتودنسۍ لګښت د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله کم دی، خو ډېری اړمن کسان د اقتصادي ستونزو له امله د دې درملنې لګښت نه شي ورکولای.
د ارتوډنسۍ متخصصین وایي چې ارتوډنسي دوه ډوله ده.
یوه ثابته ارتوډنسي ده، په دې طریقه کې براکېټونه او سیمونه پر غاښونو نصبېږي او د درملنې تر پایه همداسې پاتې کېږي. دا هغه طریقه ده چې خلک یې عموماً د «د سیمانو په وسیله د غاښونو د تنظیم» بولي.
بله بیا متحرکه ارتوډنسي ده، چې په دې طریقه کې ناروغ کولای شي وسیله یا «پلاک» په ټاکلو وختونو کې له خولې وباسي، او په ځینو مواردو کې یوازې د شپې له خوا ترې استفاده کوي.
په افغانستان کې د ارتوډنسۍ ځني ډاکټران وایي چې د دې درملنې لګښت د هر شخص د ستونزې په ډول پورې تړلې او عموماً له شاوخوا شل زره افغانیو پیلېږي.
د راپورونو له مخې، په ځینو هېوادونو کې د بیمې شرکتونه د ارتوډنسۍ لګښت هغه مهال په خپله غاړه اخلي چې درملیز او طبي اړخ ولري، په ځانګړي ډول له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره.