په ملګرو ملتونو کې دافغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د یو اتیایمې غونډې یو مرستیال وټاکل شو.
ښاغلي فایق چې د تیر جمهوري نظام راهیسې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازی دی، د سه شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل : " افغانستان خوښ دی چې ددغې غونډې د مرستیالانو څخه ټاکل شوی دی او هیله لري چې له منتخب رئیس او نورو هیوادونو سره په دې مهمه دوره کې د عمومي اسامبلۍ د اهدافو په ترسره کولو کې اغیزناکه ونډه ولري. "
د ملګرو ملتونو لخوا د اعلان شویو نتایجو سره سم د بنګله دیش دایمي استازی خلیل الرحمن د یادې غونډې مشر ټاکل شوی دی.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یواتیایمې دورې غونډې په سپتمبر میاشت کې پیل شي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په تیرو تقریبا ۵ کلونو کې هڅه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان کرسۍ وروسپارل شي خو ملګرو ملتونو تراوسه دا غوښتنه نه ده منلې.